د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

په بېلاروس کې نن پراخ لاريونونه کېږي


د بېلاروس د بشري حقونو يوه ډله وايي، په دغه هېواد کې شا او خوا ١٣٠ فعالان نيول شوي دي.

دوى چې پر وزګارو کسانو د حکومت د ماليې لګولو پرضد اعتراض کړى و، په څه باندې ١۵ ورځني بند محکوم شوي، ځکه نو نه شي کولاى په هغو تازه مظاهرو او لاريونونو کې چې نن شنبه کېږي برخه واخلي.

د بېلاروس په پلازمېنه مينسک کې دېره د «پسرلي» په نامه د بشري حقونو ډلې پرون جمعه وويل چې د نيول شويو کسانو د بند حکم به د دې سبب شي چې دوى ونه شي کولاى په پلازمېنه مينسک او نورو ښارونو کې د ازادي د ورځې په نامه کلني لاريون او نورو مظاهرو کې برخه واخلي.

د دغه سازمان په حواله نورې محاکمې يا د دايرېدو په حال کې دي، يا هم ځنډول شوي دي.

په بېلاروس کې دغه کلني لاريونونه د بېلاروس د خلکو جمهوريت د کال پوره کېدو په مناسبت کېږي چې په ١٩١٨میلادي کال کې يې تر يوه کال لنډه موده دوام وکړ.

سږکال دغه لاريونونه په داسې حال کې کېږي چې پر وزګارو کسانو د حکومت له خوا د ماليې وضع کولو له کبله مظاهرې شوې دي.

که څه هم د بېلروس ولسمشر الکساندر لوکاشينکا څه باندې دوې اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې حکومت به له وزګارو کسانو د ماليې اخيستل يو کال وځنډوي، خو بيا هم د خلکو مظاهرو ادامه ومونده.

فعالان وايي، چارواکو په ناسمو تورونو مظاهره چيان جېلونو ته اچولي، ځکه دوى بېره لري چې په نننيو لاريونونو کې ښايي ډېر کسان برخه واخلي.

د بېلاروس ولسمشر ښاغلي لوکاشينکا د نننيو لاريونونو په درشل کې وويل چې قانون به عملي کېږي:

"موږ نور غلي نه پاتې کېږو، ما مخکې هم په دې اړه خبرې کړې دي،له هغه چا سره به سخت چلند وشي چې له قانون څخه سرغړونه کوي."

په همدې حال کې د بېلروس «KGB» يا د امنيتي خدماتو ادارې د پنجشنبې په ورځ ناوخته وويل، په جلا مورد کې د وسله والې ناکرارۍ په تور د نيول شويو کسانو شمېر ٢٦ ته ورسېد.

د پلان شوي مارش په درشل کې امنيتي افسرانو چې شخصي جامې يې وې، د مخالف زرغون ګوند د مينسک له دفتره تر لسو ډېر کسان نيولي چې په هغوى کې محلي او بهرني خبريالان هم شامل دي.

فعالانو په دې دفتر کې د هغو کسانو خپل-خپلوانو ته چې په وروستيو کې نيول شوي مرستې راټولولې.

د ازادي راډيو د بېلروسۍ څانګې خبرياله هالينا اباکونچيک.
د ازادي راډيو د بېلروسۍ څانګې خبرياله هالينا اباکونچيک.

په نيول شويو خبريالانو کې د ازادي راډيو د بېلاروسۍ څانګې خبرياله هالينا اباکونچيک «Halina Abakunchyk»، د فرانس ٢۴ بريتانوى خبريال ګاليوَر کراګ «Gulliver Cragg» او له کييف څخه د خپرېدونکې اوونيزې نووفي وريميا يوه اوکراينۍ خبرياله کريستينا بيردينس-کيخ «Kristina Berdynskykh»شامل وو.

خو بيردينس-کيخ پرون ناوخته پر فېسبوک وليکل چې خبريالان خوشې شوي، خو لس نور کسان لا هم د پوليسو په يوه محلي دفتر کې توقيف دي.

د بېلاروس د بهرنيو چارو وزارت وياند دميتري ميرونچيک ازادي راډيو ته وويل چې وزارت يې د خبريالانو په توقيف خبر دى، خو دا مسئله څېړي.

د بخښنې نړيوال سازمان پرون د بېلاروس له چارواکو غوښتنه وکړه چې يقيني دې کړي په پلازمېنه مينسک او نورو ښارونو کې به د تېرې اوونۍ په څېر بيا سوله ييز اعتراض کوونکي او لاريونوال په زوره نه نيول کېږي.

XS
SM
MD
LG