د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

کابل چاپ ورځپاڼو مسکو کې پر جوړېدونکې غونډې تبصرې کړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په مسکو کې د افغانستان په اړه په جوړېدونکې غونډه کې د امریکا د نه ګډون د اوازو او دغه شان د افغانستان د مسایلو په تړاو د یادو هېوادونو د اړیکو او پر دغه هېواد یې د اغېز په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوې کال په مناسبت په خپل پیغام کې د هېواد راتلونکې خطرناکه بللې ویلي چې افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ پر ځای د سیمې د هېوادونو د نیابتي جګړې په ډکر د بدلېدو په حال کې دی.

په سرمقاله کې راغلي چې ښاغلي کرزي په خپل دغه پیغام کې له امریکا هم غوښتي چې واشنګټن دی د ترهګرۍ خلاف جګړې په تړاو د سیمې له لویو هېوادونو سره د ټکر پر ځای د همکارۍ لار غوره کړي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي چې د پخواني ولسمشر دغه پیغام د حکومتي چارواکو له پیغامونو سره په تضاد کې دی، ځکه د ده په خبره د حکومتي چارواکو په پیغامونو کې د هېواد راتلونکې روښانه بلل شوې.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا د مسکو په غونډه کې د امریکا د نه ګډون په اړه لیکلي دي.

اصلاح په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکي، متحدو ایالاتو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه د بحث لپاره په هغه کنفرانس کې د ګډون بلنه رد کړې چې، د روسیې په نوښت په مسکو کې جوړېږي.

په مطلب کې راغلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، امریکا ځکه په دغه غونډه کې ګډون نه کوي چې له مخه ورسره مشوره نه ده شوې او دوی نه پوهېږي چې د دې کنفرانس له جوړېدو د روسیې هدفونه څه دي.

خو په مطلب کې راغلي چې تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې له طالبانو سره د روسیې د مرستې او همکاریو په اړه لیکلي دي.

یو امریکايي چارواکي جنرال کورتیس سکپاروتي د هغه هېواد د سنا د پوځي خدمتونو کمېټې ته په وینا کې ویلي، په دې ورستیو کې د افغانستان په ګډون په نورو سیمو کې د روسیې د پرمخ زیاتېدونکي نفوذ شاهد دی.

په مطلب کې راغلي یاد امریکايي چارواکي ویلي، شاید دا لاس وهنې تر دې حده وي چې روسیه هغو طالبانو ته وسلې ورکوي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو پر ضد جګړه کوي.

د مطلب لیکونکی لیکلي، دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هم ویلي و چې روسیه نه یوازې د طالبانو ډیپلوماتیک ملاتړ کوي، بلکې وسلې او مهمات هم ورکوي.

XS
SM
MD
LG