د لاسرسي لېنکونه

د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین مدیر: کانګریس ته معلومات ورکوم


د امريکا متحدو ايالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاين پخواني مدير ويلي چې په خپله خوښه به د امريکا کانګرس ته معلومات ورکړي.

دى به هغې کمېټې ته حاضرېږي، د امريکا د جمهوري رياست د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د روسيې د لاسوهنو ادعاوې څېړي.

د کانګرس د استازو جرګې جمهوريت-غوښتونکي غړي ډېوين نُونَس «Devin Nunes» چې د استخباراتي کمېټې مشري کوي، پرون وويل چې د پاول مانافورټ وکيل له دې کمېټې سره تماس نيولى، ويلي يې دي، چې خپل موکل يې پوښتنو ته د ځواب ويلو لپاره چمتو کړى دى.

دغه کمېټه د ټرمپ د همکارانو او روسيې ترمنځ د احتمالي اړيکو مسئله او هغه موضوع څېړي چې د امريکا استخباراتي چارواکو د امريکا په انتخاباتو کې د کرملين په رهبرۍ لاسوهنه بللې ده.

د مانافورټ وياند هم تاييد کړې چې دى به د کانګرس دغې کمېټې ته معلومات ورکړي.

XS
SM
MD
LG