د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۵

چارواکي: د کندهار نېش ولسوالۍ کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي


په کندهار کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د دغه ولایت په نېش ولسوالۍ کې يې ۲۰ وسله وال طالبان وژلي او اته نور يې ټپیان کړي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند احمد صادق عیسی ازادي راډیو ته وویل چې یاد وسله وال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اتل په نوم د افغان ګډو ځواکونو په روانو تصفیوي عملیاتو کې مړه او ټپیان شوي دي.

د ښاغلي عیسی په وینا په وژل شویو وسله والو کې د ملا بصیر په نوم د طالبانو یو مهم قوماندان هم شامل دی.

نوموړی زیاتوي چې په عملیاتو کې د وسله والو څخه په زیات شمېر کې وسلې او مهماتو هم تر لاسه شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د افغان ګډو هوايي او پلي ځواکونو په عملیاتو کې ۲۰ تر هګر وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي همدارنګه څلور عرادې موټرونه درې موټر سایکلونه تخریب شوي دي."

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار په نېش ولسوالۍ کې د تېرو دوو اوونیو راهیسې د وسله والو طالبانو پر ضد د افغان ګډو ځواکونو عملیات روان دي.

دغه عملیات وروسته تر هغه پیل شوه کله چې سلګونو وسله والو د دې ولسوالۍ د بشپړ نیول کېدو لپاره د ولسوالۍ پر ودانۍ او امنیه قوماندانۍ وسله والې حملې وکړې.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG