په کندهار کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د نېښ په ولسوالۍ کې يې د تصفیوي عملیاتو پر مهال ۳۰ وسلهوال وژلي او لس نور يې ټپیان کړي دي.
کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د قوماندانۍ ویاند احمد صادق عیسي ازادي راډیو ته وویل چې د کندهار په نېښ ولسوالۍ کې دغه عملیات څلور ورځې مخکې پر دې ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو د حملې وروسته پیل شوي وو چې اوس هم جریان لري.
د ښاغلي عیسي په وینا دغه عملیاتو کې د دولت ۳۰ وسلهوال مخالفین وژل شوي دي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د عیسی په خبره په وژل شوېو وسلهوالو کې د طالبانو یو شمېر مهم قوماندانان هم شامل دي.
نوموړی وايي:
"ملي اردو او پولیسو په ګډه دغه عملیات سرته رسولي چې په نتیجه کې۳۰ تنه د دښمن وژل شوي او لس نور ټپیان دي."
یوه اوونۍ مخکې وسلهوالو طالبانو د نېښ ولسوالۍ د نیولو لپاره د دغه ولسوالۍ پر ودانۍ او شاوخوا پوستو حمله وکړه.
چارواکي وايي چې سیمې ته د اضافه سرتېرو په رسېدو سره طالبانو مخامخ جګړه پریښودله.
د چارواکو په وینا اوس سیمه کې د تېرو څلور ورځو راهیسې تصفیوي عملیات روان دي.
طالبانو تراوسه د چارواکو د وروستيو څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي خو تر دې مخکې يې ادعا کړې وه چې شاوخوا پنځوس پولیس يې وژلي او ټپیان کړي دي.
راپور: محمدصادق رښتینی