د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

خبرونه

ټویټر وايي درې لکه شپږ اويا زره او ٨٩٠ حسابونه یې تړلي

ټولنيزې شبکې ټويټر پرون وويل چې درې لکه شپږ اويا زره او ٨٩٠ حسابونه‌يې د تېر کال په دوهمه نيمايي کې د ټرورېزم د ترويج له کبله تړلي دي.

دا د تېر کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله د حسابونو په ځنډولو کې ٦٠ فيصده زياتوالى ښيي.

له دې سره د ٢٠١٥ میلادي کال له اګسټ مياشتې راهيسې د تړل شویو حسابونو شمېر شپږ لکه ٣٦ زره او ٢٤٨ ته ورسېد.

هغه وخت ټويټر ويلي وو، د افراطيت د خپرولو د مخنيوي لپاره به خپلې هڅې زياتوي.

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې حکومتونو پر ټويټر، فېس‌بوک او نورو ټولنيزو شبکو فشار راوستلى، څو د هغو سخت دريځو مخه ونيسي چې له دغو شبکو په استفادې کسان ګماري او حملې کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بایډن: د اسراییلي مشرانو د نیولو په اړه د نړیوالې جزایي محکمې د یوه څارنوال حکم سپکوونکی دی

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، د اسراییلي مشرانو د نیولو د امر صادرولو لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې د څارنوال کریم خان غوښتنه غندي او دا غوښتنه یې سپکونکې بللې ده.

کریم خان پرون (دوشنبه، ۳۱ ثور) په یوه بیان کې وویل چې دی د جنګي جرمونو له کبله د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د هغه د دفاع وزیر یواف ګالانت او د حماس د درېو مشرانو د نیولو وړاندیز کوي.

امریکا او اروپايي اتحادیه حماس د یوه تروریستي سازمان په توګه پیژني.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، کریم خان دغه څرګندونې په غزه کې له اووه میاشتنۍ جګړې وروسته په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې کړې دي.

ښاغلي بایډن په یوه بیان کې ویلي چې د اسراییلو او حماس تر منځ هیڅ ډول برابري نشته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم خبرداری ورکړی چې دا اقدام به په غزه کې د اوربند په اړه خبرې اترې زیانمنې کړي.

اسراییلي او فلسطیني چارواکو تر دې مخکې د جنګي جرمونو تورونه رد کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې پر نتانیاهو او ګالنټ د جګړې د یوه اړخ په توګه د ملکي وګړو د وږي ساتلو، هغوی ته د کړاو رسولو او دغه راز د ملکیانو د وژنې تورونه پورې دي.

د حماس درې مشران هم د ورانکارۍ، وژنې، یرغمل نیونې، شکنجې، جنسي تیري او د تاوتریخوالي په نورو بڼو تورن شوي دي.

اوس، د محاکمې دمخه، د قاضیانو یوه هیئت پرېکړه کوي چې ایا شواهد به د دې جوګه وي چې د دغو چارواکو د نیولو امر صادر شي او که نه.

اروپایي ټولنې افغان سېلاب ځپلو ته ۴۰۰ زره ډالره مرسته ځانګړې کړه

د اروپایي ټولنې یو اړوند تصویر
د اروپایي ټولنې یو اړوند تصویر

اروپايي ټولنې د افغانستان په شمال کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره شاوخوا ۴۰۰ زره یورو چې څه باندې ۳۰ میلیونه افغانۍ کېږي، ځانګړې کړې دي.

دې ټولنې نن په يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې د دې بشري مرستو موخه په بغلان، بدخشان او تخار ولايتونو کې له زيانمنو شويو کورنيو سره د بېړنيو مرستو رسول دي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند ضیاالدین صافي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د مې په میاشت کې د افغانستان په شمالي، شمال ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۵۴۰ کسان مړه شوي دي.

د طالبانو حکومتي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول دغه احصایه نه ده تایید کړې.

په بغلان ولایت کې څو ورځې وړاندې د راوتلو سیلابونو له امله تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

په غور او فاریاب ولایتونو کې هم سېلابونو لسګونه کسان وژلي دي.

د سېلاب ځپلو سیمو خلک له مرستندویه موسسو هیله لري چې لازمې مرستې ورسره وکړي.

د راتلونکي جون په ۲۸ مه د ایران ولسمشریزې ټاکنې کیږي

ارشیف
ارشیف

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشریزې ټاکنې به د راتلونکې جون میاشتې په اته ویشتمه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د یوې هلیکوپټرې د غورځېدو په پېښه کې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان او یوشمېر نور چارواکي مړه شول.

د ازادي راډیو د ایران څانګې راډیو فردا د راپور له مخې، د ولسمشریزو ټاکنو لپاره دغه نیټه پرون د قضایه او مقننې قواوو د چارواکو او د نګهبان شورا په سلا مشورې وټاکل شوه.

د ایران د اساسي قانون له مخې د ولسمشر د مړینې یا استیضاح په صورت کې باید په ۵۰ ورځو کې نوی ولسمشر وټاکل شي.

ReplyReply allForward

Attendee panel closed

د روسیې پوځ بیا پر اوکراین بریدونه کړي

د یوه برید سیمه
د یوه برید سیمه

روسي ځواکونو پرون د اوکراین د خارکیف ښار په ځینو سیمو د بې پیلوټه الوتکو د برید په ګډون پراخې حملې کړي.

خارکیف له کیف وروسته د اوکراین دوهم لوی ښار دی.

خو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې اوکرایني ځواکوني لا هم د ووو چانسک د سرحدي ښارګوټي شاوخوا ۶۰ سلنه برخه په واک کې لري.

د سیمه ییزې پوځي ادارې مرستیال رومن سمی نوخا ویلي، چې روسیې خپلې هڅې د ووف چانسک او لیپتسي سیمو پر نیولو متمرکزې کړې دي.

په عین حال کې، امریکا متحده ایالتونو د کییف د ملاتړ ډاډ ورکړی.

واشنګټن پر خپلو نورو متحدینو هم غږ کړی چې د اوکراین د دفاع لپاره د لا زیاتو وسلو ورکولو ته دوام ورکړي.

ایران د ابراهیم رئیسي د هلیکوپټر موندلو لپاره د امریکا مرسته غوښتې وه

ډیزاین شوی تصویر
ډیزاین شوی تصویر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې ایران د هیلي کوپترې د لوېدو له پېښې وروسته له واشنګتن د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

په هغه پېښه کې د ایران ولسمشر سیدابراهیم رییسي او اوه نور کسان ووژل شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې امریکا بلآخره د لوجیستیکي دلایلو له امله په دغو حادثو کې له تهران سره مرسته ونه کړای شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر خبریالانو ته وویل چې د رئیسي مړینه د ایران په وړاندې د امریکا اساسي دریځ نه بدلوي.

دا نه ده څرګنده چې ایران له امریکا څخه په کومه لار مرسته غوښتې وه ځکه د امریکا او ایران تر منځ هیڅ ډول رسمي دیپلوماتیکې اړیکې نشته.

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ناچاوده توکو او ماینونو د له منځه وړلو په هڅه کې یوو

ارشیف
ارشیف

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د ناچاودو مهماتو او ماینونو د پاکولو لپاره خپلې هڅې زیاتوي.

د سولې د عملیاتو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ژان پییر لاکروا پرون دوشنبه د مې په ۲۰ مه په یوه ویډیو کې چې د ملګرو ملتونو ایکس شبکې کې خپره شوې، ویلي چې په افغانستان کې د جنګونو له وخته یو لک ټنه ناچاوده مهمات پاتې دي چې د شنډولو لپاره یې دوی یو شمېر کسان روزلي دي.

د ملګرو ملتونو دا چارواکی افغانستان ته ځي او د دغو ناچاودو مهماتو د له منځه وړلو او پاکولو په لارو چارو غور کوي.

ویل کېږي تېر کال په افغانستان کې د ناچاودو توکو او ماینونو په چاودنو کې لږ تر لږه ۸۰۰ کسان وژل شوي چې ډېری یې ماشومان دي.

ملګري ملتونه: سېلابونو روانه میاشت افانستان کې ۵۴۰ تنه مړه کړي

ارشیف
ارشیف

د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) وايي، د افغانستان په شمال، شمال ختيځو او لوېديځو ولايتونو کې دا میاشت سختو بارانونو او سېلابونو له امله ٥٤٠ کسان وژل شوي دي.

د WFP مرستیال ویاند ضیاالدین ساپي پرون دوشنبه (د مې شلمه) له ازادي راډیو سره په خبرو کې همداراز په ختیځو ولایتونو کې هم د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړ.

هغه زیاته کړه چې د مرستندویه هېوادونو له لوري د مرستو کمښت یوه بله لویه اندېښنه ده.

«د بودیجې کمښت به موږ دې ته اړ کړي چې بیړنۍ مرستې چې له شپږ میلیون خلکو څخه په اوړي کې یو یا دوه ملیون ته راکم کړو.»

د خوړو نړیوال پروګرام د سږ کال لپاره لس میلیارده ډالرو مرستو ته اړتیا لري، چې تر اوسه یې پنځلس فیصده ترلاسه کړي دي.

« ترکیش ایرلاینز» هوايي شرکت نن کابل ته خپل پروازونه بیا پيلوي

د ترکیې هوايي شرکت «ترکش ایرلاینز» الوتکه
د ترکیې هوايي شرکت «ترکش ایرلاینز» الوتکه

د ترکیې هوايي شرکت «ترکش ایرلاینز» له نن څخه کابل ته خپل پروازونه بیا پيلوي.

ترکش ایرلاینز په یوه بیان کې ویلي چې کابل ته به په اوونۍ کې څلور پروازونه ولري.

اخوا د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت هم د ترکش ایرلاینز د الوتنو بیا پيل تایید کړی او ویلي یې دي دا به هغو کسانو ته لا اسانتیا رامنځته کړي چې د ترکیې له لارې اروپا او نورو هېوادونو ته سفر کوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو په بیا واکمنېدو ټولو بهرنیو شرکتونو افغانستان ته خپل پروازونه وځنډول او دې چارې په کورنیو شرکتونو له هغې ډلې اریانا افغان هوايي شرکت او کام ایر فشار زیات کړ.

د پروازونو په ځنډ سربېره د افغانستان له فضا هم ګڼو شرکتونو خپل مسیرونه واړول چې ورسره د الوتنو په موده او قیمتونو کې ډېر توپير رامنځته شو.

مشهور شاعر او لیکوال عزت الله ځواب د طالبانو له زندانه خوشې شو

عزت الله ځواب
عزت الله ځواب

د پښتو ژبې مشهور شاعر او لیکوال عزت الله ځواب د طالبانو له لوري له څلورو میاشتو بند وروسته د دوشنبې په شپه خوشې شوی دی.

د ښاغلي ځواب زوی عطاالله ځواب په خپله فیسبوک پاڼه دا خبر ورکړی.

هغه چې د خپل پلار عزت الله ځواب یو تازه عکس هم خپور کړی لیکلي یې دي چې: «موږ ته دې اختر مبارک وي. پلار مې په خیر خلاص شو او کور ته راغی.»

ځواب تېر کال د دلوې/سلواغې په لومړیو کې د طالبانو له لوري د کابل – جلال اباد په لار نیول شوی و او څلور میاشتې بندي وو.

عزت الله ځواب چې د شاعرۍ تر څنګ کتابونه هم چاپ او خپرول د خپلو انتقادي شعرونو له امله خورا شهرت لري.

کرزي په کابل هوايي ډګر کې له راشد خان سره کتلي

د عکس ښي لور ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشدخان او چپ لور ته پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی
د عکس ښي لور ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشدخان او چپ لور ته پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان کرکټ ملي لوبډلې له لوبغاړي راشد خان سره کتلي دي.

طالبانو له څه باندې یو کلن ځنډ وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د بهرني سفر اجازه ورکړې او نن سهار د درملنې لپاره جرمني ته روان شوی او راشد خان بیا د شل اوریز جام سیالیو کې د ګډون په هدف ویسټ اینډیز ته د سفر تابیا کړې ده.

کرزي او راشدخان تر سفر وړاندې په کابل هوايي ډګر کې سره کتلي دي.

حامد کرزي ته نږدې کس شهزاده مسعود په خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي: "نن د افغانستان پخواني ولسمشر جناب محترم حامد کرزي د خپلې درملنې لپاره المان ته روان شو او راشدخان د نړیوال جام سیالیو ته لاړ."

یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې کرزی د یوې سترګې وړې جراحۍ ته اړتیا لري.

دغه سرچینه وایي، تېر یوه کال کې جرمني، چین، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو حامد کرزي ته د رسمي سفر بلنې لېږلې وې، خو د طالبانو حکومت د رسمي سفر اجازه نه ورکوله.

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته حامد کرزی په ۲۰۲۳ کال کې جرمني او بریتانیا ته تللی دی.

راشدخان بیا څو ورځې مخکې له څلورو کلونو وروسته افغانستان ته ستون شوی و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG