د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۴

افغانې مېرمنې سیما غني یوه نړیواله معتبره جایزه ګټلې ده


یوه افغان مېرمن چې د مدني فعالې د اداري چارو د سلاکارې او یوه شاعرې په توګه نه یوازې افغانستان بلکه په بریتانیا کې هم فعالیت کوي، یوه نړیواله معتبره جایزه ګټلې ده.

دغه افغان مېرمن سیما غني نومېږي او د ښځو د ظرفیت لوړولو او هغوی ته د دندو موندلو برخه کې کار کوي.

سیما غني د بانډ په نوم نړیواله عالي جایزه ګټلې ده چې تېره دوشنبه یې ورکړل شوې ده.

سیما غني د افغانستان د یوه پوځي افسر لور ده چې په ۱۹۹۰ میلادي کال کې د جګړو له کبله له خپل هېواده وتلو ته اړ شوې او لندن کې یې د اداري چارو د سلاکاري په توګه دنده پیل کړه.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تر ختمېدو وروسته سیما غني په ۲۰۰۲ کال کې پریکړه وکړه چې بیرته خپل هېواد ته ستنه شي او په بیارغونه کې یې برخه واخلي.

رویټرز خبري اژانس لیکي:

سیما غني په بریتانیا کې د باند په نوم نړیوالې جایزې د اخستلو پر مهال وویل:

"زما په وجود کې د وطنپالنې یو احساس شته چې فکر مې وکړ زه باید یو څه بیا خپلو خلکو ته ورکړم."

سیما غني په افغانستان کې د یتیمو ماشومانو سره د مرستي په هدف ۱۶ ماشومان چې عمرونه یې تر ۱۷ کلونو دي ، په فرزندي نیولي دي.

مېرمن غني یو څو موده د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو او هم په مالیې وزارتونو کې دنده ترسره کړې ده. دې هلته په سیاست او سوداګرۍ کې د ښځو د ګډون په برخه کې هلي ځلي وکړې.

سیما غني وایي:

"د یوې ښځي په توګه باید په لوړ غږ وغږېږو څو خبره مو واوریدل شي."

رویټرز خبري اژانس لیکي، سیما غني د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې د ښځو لپاره د دندو رامنځته کېدو په هڅه کې ده.

دا وایي، ترجیح ورکوي چې د افغانستان خلک د بهرنیو هېوادونو پر مرستې د اتکا پرځای په‎خپله په ځان بسیا شي.

مېرمن غني افغانستان کې په دندو د خلکو ګمارل له هېواده د تیښتې د مخنیوي لپاره یوازینی لار بولي.

XS
SM
MD
LG