د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

دانش: م.م دې له افغانستان سره د ترورېزم ضد مبارزه کې مرسته وکړي


د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش نن د سې شنبې په ورځ بلخ ولایت کې د نوروز جشن د لمانځلو پر مهال د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا څخه وغوښتل چې له افغانستان سره دې د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي.

ښاغلي دانش وویل چې همدا اوس مهال د ګاونډي هېوادونو په ملاتر او لاس وهنه له شلو زیاتې تروریستي ډلې افغانستان کې تخریبي او د بشر ضد فعالیتونه ترسره کوي.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې په نړېوالې ټولنې او په تېره بیا د ملګرو ملتونو د امنیت پر شورا غږ وکړ چې په هغه هېوادونو او ډلو سیاسي فشار وارد کړي چې په افغانستان کې ترورېزم ته لمن وهي.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش
د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش

هغه وویل:

"موږ دې د جګړې په لومړۍ کرښه کې نسبت پخوا ته ډېر حمایت کړی او د تروریستي شبکو پر مراکزو او هغه هېوادونو چې له بلوا ګرۍ ملاتړ کوي پرې دې فشار راوړي او زموږ په هېواد کې د ترورېزم د ملاتړ، د خشونت د ترویج برخه کې د هغوی د ملاتړ او مداخلو مخ نیوی وکړي."

سروردانش تېرکال د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې د ننګونو او تروریستي فعالتونو ډک کال وباله او زیاته یې کړه چې دښمن لا هم د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې د مخامخ جګړې توان نه‎لري.

دانش وویل چې په نوي پیل شوي هجري لمریز کال کې به هم هېواد کې د مخالفینو تروریستي فعالیتونه د پخوا په شان دوام لري او د خلکو او ولس په ملاتړ افغان پوځیان دې ته چمتو دي چې د دولت ضد وسله‎والو په وړاندې جګړې ته دوام ورکړي.

دانش زیاته کړه:

"په یقین سره چې د افغان امنیتي ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ د هغوی روحیه د جګړې په ډګر کې تقویت کوي او د دې سبب کېږي چې دوی تر پخوا ډېر د ملي نوامیسو او خپل ارضي تمامیت څخه دفاع وکړي."

مزار شریف کې د نوروز جنش د لمانځلو مراسمو ته د بلخ والي عطا محمد نور هم خبرې وکړې هغه له ولسمشر محمد اشرف غني څخه پر دې مننه وکړه چې نوموړی یې د بیا ځل لپاره رسمآ د بلخ والي په توګه ګمارلی دی.

عطا محمد نور وویل چې په پام کې لري د بلخ والي په توګه د خپلې استعفا په اړه ډېر ژر تصمیم اعلام کړي چې له امله به یې بلخ کې نوي ټاکل شویو سیاستوالو ته اجازه ورکړل شي څو رهبریت وکړي.

ښاغلي نور له ولسمشر محمد اشرف غني سره د جمعیت ګوند د مذاکراتو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ولسمشر او ارګ د مذاکراتو په ترڅ کې په ترسره شوېو تعهداتو عمل وکړي.

نور وویل چې ډېر ژر به د جمعیت ګوند او ارګ ترمنځ د مذاکراتو نتیجه د یو هوکړه‎لیک په توګه د دواړو لورو ترمنځ لاس لیک شي.

د بلخ والي عطا محمد نور
د بلخ والي عطا محمد نور

عطا محمد نور وویل:

"په دې منظور چې د ولایت په رهبرۍ کې نور کادرونه شریک شي، د خپلې استعفا په اړه به په دې نېږدو وختونو کې تصمیم ونیسم. موږ انتظار لرو چې هغه مذاکرات او تعهدات تطبیق شي چې له ولسمشر سره موږ پرې خبرې کړي او همدارنګه د جمعیت ګونده سره د هوکړه‎لیک د تطبیق غوښتونکي یو چې خامه یې تکمیل شوې ده."

باید یاده کړم چې بلخ ولایت کې د ۱۳۹۶ کال د نوروز جشن نسبت تېرو کولونو ته په ډېرو خاصو امنیتي تدابیرو سره ولمانځل شو چې په‎کې د ملي یووالي حکومت د جګپورو چارواکو علاوه، د ګاونډي هېوادونو دولتي استازو او ډپلوماټیکو څېرو هم ګډون درلود.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG