د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

د تورخم او چمن دروازې د مسافرو او لویو موټرو پر مخ پرانیستل شوې


پوره د ۳۴ ورځو انتظار وروسته د مسافرو او لویو موټرو پرمخ د تورخم دروازه د نوي کال په لومړي ورځ د سې شنبې په سهار شپږنيمې بجې خلاصه شوه.

په ختیځه سیمه کې د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي مسؤل ادریس مومند وايي، د دروازې د خلاصېدو سره سم مسافرو او لویو موټرو په تورخم دروازه تګ راتګ پيل کړ.

ښاغلي مومند زیاته کړه:

"د تورخم دروازه د مسافرو او سوداګرو د اموالو پرمخ خلاصه ده، هېڅ ستونزه نشته هغه خلک چې قانوني اسناد ولري له دواړو خواو ونه تګ راتګ کولای شي."

نوموړی وايي، دا چې د تورخم دروازه د مسافرو او لویو موټرو د تګ راتګ ګڼه ګوڼه زیاته ده د امنيت د خوندیتوب په خاطر دوی پوره چمتوالی نیولی.

نوموړی وايي، د سرحدي ځواکونو ترڅنګ نور ځواکونه هم سیمې ته استول شوي تر څو د مسافرو او لویو موټرو د پلټنو مرکزونه زیات کړي:

"د تورخم په رابطه موږ د چټک غبرګون قطعې پرسونل او هلته مېشت د سرحدي ځواکونو شپږم کنډک موږ تورخم ته استولی څو د موټرو او خلکو ګڼه ګوڼه به زیاته وي چې په ښه ډول چېک او کنټرول وکړي او د پخوانیو ثابتو پلټنو ځایونو پرته نور چیک پواینټونه هم جوړ کړي دي."

په تورخم کې د کډوالو ریاست کارکوونکی فریدالله وايي، د تورخم دروازې په خلاصېدو سره خلک ډېر خوښ دي او د ډېر انتظار وروسته خپلو کورنیو ته ستانه شول.

دی وايي، هغه مسافر چې د تورخم په دروازه خپل هېواد ته راوړي د دروازې دې غاړه هغوی لپاره پوره اسانتیاوې برابرې شوي.

د فریدالله په خبره د ناروغانو لپاره د ډاکټرانو کاري ټیم ساحه کې دی او دارنګه د ناروغانو د انتقال لپاره امبولانسونه هم موجود دي.

نوموړی وايي:

"دلته د ننګرهار د مهاجرینو ریاست تر مشرۍ لاندې د ادا موسسې چې د مهاجرینو برخه کې کار کوي دوی او روغتیا ریاست امبولانسونه انتقال کړي دي او بل دلته د ډاکټرانو ټیم هم موجود دی هغه ناروغان چې دلته يې درملنه کېږي کورونو ته استوي او که ناروغان سخت وي بیا په دې امبولانسونو کې روغتیا ریاست ته انتقاليږي."

شاوخوا پینځه اوونۍ وړاندې له پاکستان سره د ډریونډ پرکرښه د تورخم او چمن لارې د مسافرو او لویو موټرو پرمخ وتړل شوې چې په دې موده کې یوازې د تورخم دروازه د دوو ورځو لپاره د مسافرو پرمخ خلاصه شوې وه خو دا ځل د تورخم او چمن دواړه لارې د مسافرو او لویو موټرو پرمخ خلاصې شوي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG