د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۶

هند او پاکستان خپلو کې د اوبو پر لانجې مخامخ خبرې کوي


د پاکستان او هندوستان متخصصانو په اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو پر سر د لانجې په باب بحث پرانيست.

دا په داسې حال کې ده چې د کشمير لانجمنې سيمې پر مالکيت د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ لا هم په لوړ حد کې دى.

د پاکستان د مرکزي حکومت د اوبو او برېښنا وزير خواجه اصف دوه ورځني بحث ته د هندوستان د هيئت هرکلى وکړ او ويې ويل تمه لري چې دغه بحثونه به مثبته نتيجه ولري.

ده وويل چې دواړه لوري به د اپرېل پر ١٢مه هم په واشنګټن کې سره جرګه کېږي او پر دې مسئلې به بحث کوي.

خواجه اصف دا خبره د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې يوه کنفرانس ته وکړه.

اسلام اباد او نوي ډيلي د نړيوال بانک په منځګړيتوب په ١٩٦٠ میلادي کال کې د سندهـ رود د اوبو تړون يا «انډيس واټر تريټي» لاسليک کړى چې له مخې يې دواړه لوري د دغه سيند له اوبو ګټه اخلي؛ دغه رود د دواړو هېوادونو د اړتيا اوړ اوبه برابروي.

متخصصانو د اسلام اباد او نوي ډيلي ترمنځ د نړيوال بانک په منځګړيتوب هغه شوى تړون د نړۍ په سطحه بريالى بللى دى.

د پاکستان او هندوستان ترمنځ هغو جګړو هم دغه تړون زيانمن نه کړ چې په ١٩٦۵ او ١٩٧١میلادي کلونو کې وشوې دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ نورو شخړو هم پر تړون سيورى ونه غوړاوه.

د هغه تړون له مخې دواړه هېوادونه بايد په کال کې يوه غونډه وکړي، خو دغه غونډې د ٢٠١۵میلادي کال له مې مياشتې راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خړو پړو اړيکو له کبله نه دي شوي.

د پاکستان د مرکزي حکومت د اوبو او برېښنا وزير خواجه اصف کنفرانس ته وويل، د دې تړون عملي کېدل د دواړو هېوادونو او سيمې په ګټه دي.

ښاغلي اصف وويل، اسلام اباد به په دې کتنه کې د هندوستان له خوا د برېښنا د توليدپر درېيو پروژو بحث وکړي چې په لانجمنه سيمه کشمير کې يې پر بهېدونکو نيلم او جهلم رودونو جوړې کړي دي.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله، پاکستان چې تر ١٨٠ میليونه ډېر نفوس لري، اقتصاد يې هم تر ډېره پر کرنه ولاړ دى، وېره لري چې د هندوستان له خوا دغه جوړ شوي درې برېښناکوټونه ښايي د دوى د اوبو سرچينې ډېرې محدودې کړي.

ګڼ کسان اندېښنه لري چې د اوبو پر سر لانجه ښايي په اټمي وسلو د سمبالو دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ لا زيات کړي.

پاکستان په تېره سپټمبر مياشت کې له نړيوال بانک څخه په دې مسئله کې د منځګړيتوب غوښتنه وکړه، خو دغه سازمان وروسته ځان څنډې ته کړ، پر پاکستان او هندوستان يې فشار راوست چې په خپلو کې مستقيمو خبرو ته کېني.

XS
SM
MD
LG