د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

بهمن: افغانستان ۱۳۹۵ کال کې دوه سلنه اقتصادي وده لرله


د افغانستان د اقتصادي سکټور بنسټونه وايي چې دغه هېواد په ۱۳۹۵ لمریز کال کې دوه سلنه اقتصادي وده لرله.

د اقتصاد وزارت وايي چې په تېر کال کې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب تر څنګ د انرژۍ، کرنې، ترانزیټ او سوداګرۍ د پیاوړتیا په برخه کې د پام وړ کارونه شوي دي. ​

د سوداګرۍ وزارت وايي، د ۱۳۹۵ کال په اړه د دوی ارزونې ښيي چې د تېرو کلونو په پرتله د هېواد صادرات زیات او کورني تولیدات ډېر شوي دي.

افغان چارواکي وايي چې د دغه هېواد د اقتصادي ودې او اقتصادي فعالیتونو لپاره ۱۳۹۵ لمریز کال د ځينو ستونزو تر څنګ له لاسته راوړنو ډک و.

په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د افغانستان اقتصادي وده دوه فیصده ثبت شوې چې د چارواکو په باور د اقتصادي پراختیا بنسټ‌یې ټينګ کړی دی.

د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب، د لومړي ځل لپاره د اقتصادي خپلواکۍ په نړیوال انډېکس کې دغه هېواد ته ځای ورکول، په کابل کې د سوداګرۍ د نړیوالې خونې فعالیت، د کرنې په برخه کې د سړو خونو جوړول، په هېواد کې د خصوصي شرکتونو پانګونه او ځيني نور هغه څه یادېږي چې د چارواکو په باور اقتصادي وده‌یې متحرکه کړې ده.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن ازادي راډيو ته وویل په ۱۳۹۵ کال کې خو یا ډېرې اقتصادي پروژې بشپړې شوې او یا د ځينو مهمو پروژو بنسټ کېښودل شو.

سهراب بهمن.
سهراب بهمن.

نوموړي زیاته کړه:

"په ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان اقتصادي وضعیت غوره و، موږ شااوخوا دوه فیصده اقتصادي وده لرله او په اقتصادي برخه کې پراخ فعالیتونه، د سیمې له نښلولو څخه نیولې بیا د انرژۍ د تولید، کرنې، خصوصي سکټور او نورو برخو کې ښه فعالیتونه شوي دي."

د یوه هېواد د اوسېدونکو د لګښت زیاتېدل، په هېواد کې د پانګونې د جذب اندازه، د ناخالصو کورنیو تولیداتو د کچې لوړېدلو ته اقتصادي وده وايي.

له دې یو کال وړاندې په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان اقتصادي وده له یو فیصد څخه ټیټه وه.

افغانستان تېر کال د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب تر لاسه کړ، د بازار د اقتصادي نظم او شفافیت لپاره‌یې له مستهلکینو څخه د ملاتړ قانون توشېح کړ او د اقتصادي خپلواکۍ په نړیوال انډېکس کې یې د لومړي ځل لپاره ۱۶۳م مقام واخیست​.

له دې سره د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې له نړیوالو سره د دې اړیکو تر څنګ تېر کال په افغانستان کې د پانګونې اندازه لوړه او د اقتصادي زېربناوو لپاره پیاوړی هوډ موجود و.​

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې تېر کال په افغانستان کې د پانګونې اندازه لوړه او د اقتصادي زېربناوو لپاره پیاوړی هوډ موجود و.

د یاد وزارت مرستیال محمد قربان حقجو ازادي راډيو ته وویل په ۱۳۹۵ کال کې د پانګونې اندازه ۱،۷ میلیارده ډالره ثبت شوې چې ډېره برخه‌یې د انرژۍ تولید تشکیلوي.

له دې سره ښاغلی حقجو وايي چې د تېر کال اټکلي شمېرې د افغانستان د صادراتو لس فیصده ډېروالی ښيي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ صادرات د ۶۰۰ میلیونه ډالرو په شااوخوا کې دي او واردات مو د ۷ میلیارده ډالرو په شااوخوا کې، تېر کال شاید زموږ صادرات د لسو فیصدو په شااوخوا کې لوړ شوي وي او په همدومره اندازه لس فیصده مو واردات کم شوي دي."

په سیمه کې د سوداګرۍ د څلور لارې په حیث د رول لوبولو لپاره افغانستان په همدې کال کې له ازبکستان، قزاقستان او چین سره د اورګاډي پټلۍ له لارې ونښلول شو.

که څه هم له دې لارې د سوداګریزو توکو د رالېږد په برخه کې لا هم سوداګر ګڼې اداري ستونزې بیانوي خو د چارواکو په باور تر اوسه سلګونه کانټینر مالونه له دې لارې څخه په ګټې اخیستنې افغانستان ته راغلي او پر پاکستان‌یې د دغه هېواد پخوانی محدودیت کم کړی دی.

د دې تر څنګ د ۱۳۹۵ کال د لیندۍ میاشت کې د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د اقینې د رېل پټلۍ پرانیسته چې کارونه‌یې دوه کاله وړاندې پیل شوي و.

دا پټلۍ په یوه ورځ کې د ۵۰۰ ټنو موادو د لېږد ظرفیت لري چې افغانستان او ترکمنستان سره وصلوي.

له دې سره د کاسا زر په نوم د افغانستان له لارې د انرژی د لېږد پروژې پرانیسته په ۱۳۹۵ کال کې وشوه.

د چارواکو په باور د کاسا زر او ټاپي پروژو په نومونو د برېښنا او ګازو د لېږد دغو پروژو لومړني کارونه پیل شوي دي.

دې ټولو ته په کتو اقتصاد پوهان تېر کال د اقتصادي شاخصو او معیارونو له مخې اقتصادي ښه‌والی ردوي وايي دا وخت نه د خلکو اقتصادي ژوند ښه شوی او نه هم په هېواد کې بې‌کاري کمه شوې ده.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اکبر ازادي راډيو ته وویل هغه وخت چې د خلکو عاید زیات، ژوند یې ښه او کورنی تولید لوړ شي یو حکومت ته د اقتصادي ودې حکومت ویلی شو.

نوموړي زیاته کړه:

"که فرض کړو چې دوه فیصده رشد هم شته خو دا باید داسې نه‌وي چې څوک خپل عاید لاسته راوړي په هغوی مالیه ډېره شي، د مثال په ډول کرېډټ کارتونه دي یا د تقاوت فیصدي زیاته شوې او یا نور جبري مالیات، دا یو معیار نه‌دی چې موږ ووایو اقتصادي پرمختګ راغلی یا د خلکو ژوند ښه شوی دی."

هغه وايي حکومت باید د سیمې په کچه له افغانستان څخه د تېرېدونکو پروژو لپاره ډېر څه کړي وی، خو د هغه په باور په دې برخه کې د ملي وحدت حکومت ظرفیت کم دی.

د اقتصاد وزارت هم لازم بشري ظرفیت یوه ستونزه بولي، خو وايي تېر کال د ډېرو اقتصادي فعالیتونو مخه بد امنیت، اداري فساد او د پاکستان له‌خوا جوړېدونکو ستونزو نیولې ده.

له دې سره د افغانستان بانک چې د نورو اهدافو تر څنګ د اقتصاد بازار پورې اړوند پر ځان د متکي مالي سیسټم لپاره کار کوي وايي، د تېر کال اقتصادي وده د افغانستان اقتصادي سکټور متحرک کوي.

د دغه بانک رئیس خلیل صدیق وايي، د ۱۳۹۵ کال فعالیتونه او لاسته راوړنې په راتلونکي کال کې د څلور فیصده اقتصادي ودې اټکل ورکوي.

خلیل صدیق.
خلیل صدیق.

نوموړي زیاته کړه:

"دې ته په کتو فکر کوو چې په راتلونکي کال کې به د درېیو څخه تر څلورو فیصدو پورې اقتصادي وده ولرو."

که څه هم د ۱۳۹۵ کال په وروستۍ میاشت کې د پاکستان له‌خوا د لارې بندولو ډېر خلک د بیو لوړېدو ته اندېښمن کړي و خو هغه وايي، حکومت توانېدلی چې د مهمو توکو د بیو د لوړېدو مخه ونیسي.

د افغانستان بانک او د سوادګرۍ وزارت وايي، د پاکستان د دې کار ډېر زیان پاکستان ته رسېدلی خو د سوداګرۍ او صنایعو خونې اټکلي شمېرې ښيي چې ممکن د لارو بندېدو له امله افغان سوداګرو ته هم تر یو میلیارد ډالرو زیان رسېدلی وي.

خو له دې ټولو سره د اقتصادي چارو بل کارپوه سید عمران وايي، په کار ده چې په نوي کال کې د خلکو د ژوند او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره داسې اقدامات وکړي چې عملاً په خپل دسترخوان کې تغییر وویني.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG