د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس نن دوشنبه په قاهره کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره ګوري.
عباس او سیسي په داسې حال کې سره ګوري چې د دواړو تر منځ سیاسي روابط نازک دي.
د فلسطیني ادارې مشر په نېږدې وخت کې واشنګټن ته ځي او هلته به له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.
یوه فلسطیني چارواکي د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط فرانس پرېس ته ویلي چې محمود عباس به د اپرېل میاشتې په لومړیو کې، په سپینه ماڼۍ کې له جمهور رئیس ټرمپ سره وګوري.
عباس او ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې ټیلیفوني خبرې کړې وې.
په همدې حال کې، د مصر دولتي ورځپاڼې الاحرام ویلي چې عبدالفتاح السیسي به د اپرېل میاشتې په پېل کې له ټرمپ سره د لیدو لپاره واشنګټن ته ولاړ شي.
د الاحرام په رپوټ کې ویل شوي چې سیسي د ولسمشر ټرمپ په بلنه واشنګټن ته ځي.
دا به د مصر د ولسمشر په توګه امریکا ته د سیسي لومړی سفر وي.
دا چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به راروانه میاشت د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس سره پر کومو ځانګړو مسئلو خبرې کوي، نهده څرګنده شوې.
د امریکا نوې اداره د اسرائیل او فلسطین د زړې لانجې د راسپړلو په حال کې ده د ولسمشر ټرمپ یوه لوی سلاکار تېره اوونۍ له محمود عباس او د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره خبرې وکړې.
ولسمشر ډونالد ټرمپ هم څو ورځې وړاندې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره وکتل.
ټرمپ تر دې کتنې وروسته وویل چې د اسرائیل او فلسطین د لانجې د حل لپاره خپلې هڅې د دوو دولتونو جوړولو په وړاندیز پورې محدودې نهګڼي او سولې ته د رسېدو لپاره حتې د یوه دولت جوړېدلو نظر منلی شی.
په همدې حال کې، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې څو ورځې وړاندې په منځني ختيځ کې د یو شمېر چارواکو په حواله وویل چې د ټرمپ اداره په منځني ختيځ کې له خپلو متحدانو سره د یوه ائتلاف په جوړولو خبرې کوي.
په دې ائتلاف کې به مصر، سعودي عربستان، اردن او متحده عربي امارات شامل وي او استخباراتي معلومات به سره شریکوي.
د یادونې وړ ده چې مصر او اردن هغه دوه عربي هېوادونه دي چې له اسرائیل سرهیې د سولې تړون کړی دی.
د وال سټریټ ژورنال په باور، له دې امله په سیمه کې د سولې هغه پلان ته چې د ټرمپ حکومتیې عملي کولو ته لېوالتیا څرګنده کړې، ډېر اهمیت لري.
په همدې حال کې، ټاکل شوې چې د مارچ په ۲۹مه نېټه د عربي هېوادونو د ټولنې «عرب لیګ» غونډه به اردن کې جوړه شي.
د فرانسې خبري اژانس وايي، د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي به پر دې غونډه هم خبرې وکړي.
د اردن پاچا عبدالله الثاني بنالحسین به هم د اپرېل په میاشت کې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د کتنې لپاره واشنګټن ته ولاړ شي.