په داسې حال کې چې له جرمني او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو سره د ترکیې لانجه روانه ده، د ترکیې یو لوړپوړی چارواکی تر ټولپوښتنې مخکې په جرمني کې د ترکیې د حکومت د وزیرانو لپاره د یوې بلې احتمالي غونډې د تنظیمولو خبر ورکوي.
د ترکيې د ولسمشر ویاند ابراهیم کالین د یکشنبې په ورځ د ترکيې له CNN تلویزیون سره په مرکه کې وویل، په ترکیه کې د اپریل په ۱۶ د ریفرانډم له ترسره کېدو مخکې ښایي په جرمني کې د ترکیې د وزیرانو لپاره یوه بله غونډه تنظیم شي.
دغه اقدام به د انقرې او برلین ترمنځ کړکېچ لازیات کړي.
کالین مخکې پر جرمني انتقاد کړی وچې د کردستان د کارګرانو د ګوند «PKK» ته یې چې په ترکیه کې غېر قانوني اعلان شوی، اجازه ورکړې چې په جرمني کې لاریونونه ترسره کړي.
د شنبې په ورځ په فرانکفورټ ښارکې په یوه لاریون کې شااوخوا دېرش زره کردانو ګډون کړی و او د هغه ریفرانډم په وړاندې یې اعتراض څرګند کړ چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان صلاحیتونه تر ډېره زیاتوي.
د مظاهرې یوې برخوالې بيريوان بُزجالي رويټرز اژانس ته وويل:
"تر هرڅه مخکې موږ د «PKK» ګوند د سياستوال اوجالان ورپسې د مظلومو کردانو ازادي غواړو، البته موږ د اردوغان او د هغې ټولپوښتنې پرضد خپل غږ اوچتوو او سخت مخالفت يې کوو چې په پام کې ده په اپرېل مياشت کې وشي."
د ترکیې د ولسشمر ویاند دغه راز جرمني په امریکا کې مېشت د ترکیې د هغه جلاوطنه مذهبي مشر د شبکې په ملاتړتورنه کړه چې انقره یې د تېر کال په جولای میاشت کې د ناکامې پوځي کودتا اصلي طراح او تنظیمونکې بولي.
کالین ابراهیم وویل، د جرمني د بهرنیو استخباراتو د ادارې د مشربرونو کاهل Bruno Kahl وروستۍ څرګندونې د دې یوبل ثبوت دی چې جرمني د فیتو «FETO» په نوم د فتح الله ګولین د شبکې چې انقره یې تروریستي ډله بولي، ملاتړکوي.
کاهل له جرمني دیرشپیګل مجلې سره په یوه مرکه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوه ویلي چې انقرې ونشو کړای چې په پوځي ناکامه کودتا کې د ګولین د لاس لرلو په اړه دوی ته کره شواهد وړاندې کړي.
خو د ترکیې د ولسمشر ویاند زیاته کړه چې دا د هغو اسنادو او شواهدو د بې اعتباره کولو یوه هڅه ده چې دوی جرمني ته د ګولین د شبکې په اړه ورکړي دي.
له جرمني او هالنډ سره د ترکیې ډیپلوماتیکې لفظي شخړې وروسته له هغې راپورته شوې چې دواړو هېوادونو ترک وزیرانو ته اجازه ورنه کړه چې له هېواده بهرترکانو ته په غونډو کې ویناوې وکړي او د لیل یې هم امنیتي اندېښنې یادې کړي دي.
هالنډ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر الوتکي د کېناستو مخه نیولې
د ترکیې ولسمشر د جرمني کړه وړه نازیانوته ورته بللي او په بوسنیا کې د ۱۹۹۵ کال د سربرنیڅه د ډله ییزې وژني ملامتي یې پرهالنډ اچولې ده.
ترکیې دغه راز د مارچ په اولسمه ګواښ وکړ چې پنځلس زره کډوال به پرېږدي چې اروپایي اتحادیې ته ننوځي او هم یې د هغه تړون د لغوه کېدو خبرداری ورکړ چې تېر کال یې له بروکسل سره د دغې اتحادیې غړیو هېوادونو ته د کډوالو د مخنیوي په هدف لاسلیک کړی دی.
په جرمني کې د ترک ټبرو شمېر له درې میلیونو اوړي چې تقریباً نیمایي یې د ترکیې په ریفراندم کې د ګډون مستحق دي.
د ترکیې د ولسمشر دې وینا چې په اروپا کې له مېشتو کردانو یې غوښتي چې د ده په وینا د بې عدالتیو په ځواب کې دې لږترلږه پنځه اولادونه ولري، د جرمني ملتپال چې د دوه ګوني تابعیت د له منځه وړلو غوښتونکي دي، لا په غوسه کړي دي.