چارواکي: مرکزي بغلان کې د طالبانو تر ټولو مهم پوځي مرکز نیول شوی
د بغلان ځایي چارواکي په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د تر ټولو مهم نظامي سنګر د نیولو او د نېږدې سلو تنو طالبانو د وژلو او ټپي کولو خبر ورکوي. دوی د دغې ولسوالۍ د ډېرو سیمو د نیولو خبره هم کوي او او ادعا کوي چې وسله وال طالبان د تېښتې او افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي. ویډیو عالم بشیر احمد غزالی او ایډیټ ابراهیم صافی