د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

حقجو: د حمل ۸مې نه له مستهلکینو څخه د ملاتړ قانون د اجرا وړ دی


افغان چارواکي وايي چې له مستهلکینو څخه د ملاتړ قانون په نافذېدو سره به تر ډېره د موادو د کیفیت په اړه شکایتونه له‌منځه ولاړ شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د وري یا حمل میاشتې له اتمې نېټې له مستهلکینو یا مصرف کوونکو څخه د ملاتړ وروستی شوی قانون د اجرا وړ دی.

د یاد وزارت د سوداګریزو چارو مرستیال محمد قربان حقجو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د مستهلکینو د حقونو د نړیوالې ورځې لمانځ‌غونډې ته په خبرو کې وویل چې د دې قانون له پلي کېدو سره به په بازارونو کې څارنه ډېره او باکیفیته سوداګري به پراختیا ومومي.

نوموړي زیاته کړه:

"دلته سوداګریز توکي او یا ځيني خدمات خلکو ته زیان رسوي او یا دا چې غیر سالم رقابت موجود دی، خو په وړاندې یې کومه اداره نه‌وه چې دا ټول کارونه وڅاري، قانون عملي او سرغړونکي جریمه کړي، خو له نېکه‌مرغه نن موږ د دې قانون شاهدان یو."

نوموړی وايي، د دې قانون له مخې له بهره واردېدونکي یا په هېواد کې تولیدېدونکي ټول توکي څارل کېږي او د مصرف کوونکو شکایت ته به هم پر وخت رسېدنه وشي.

دا قانون د لړم میاشتې په ۲۵مه نېټه په څلورو فصلونو او پنځوسو مادو کې د ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا توشېح شوی دی.

د سوداګرۍ وزارت وايي، دا اقدام د افغانستان په بازارونو کې د بې‌کیفیته او تاریخ تېره توکو، په سوداګرۍ کې د سالم رقابت د رامنځته کېدو، چاپېریال او روغتیا ساتنې پر وړاندې مهم دی چې ورسره به تر ډېره د مصرف کوونکو حقوق خوندي شي.

دا وزارت وايي چې د یاد قانون د پلي کولو په هدف به له بېلابېلو وزارتونو څخه یو ګډ کمېسیون هم رامنځته کړي.

په ورته وخت کې د مدني ټولنو یو شمېر غړي او اقتصاد پوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې تر ډېره خلک د پېر او پلور پر مهال له خپلو حقونو څخه نه‌دي خبر.

له دې ډلې محمد سرور په دې باور دی چې د قانون له نافذېدو سره باید خلکو ته هم عامه پوهاوی ورکړل شي چې له ستونزو سره د مخ کېدلو په صورت کې شکایت کولای شي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ نه‌یوازې د قانون موجودیت اړتیا ګڼو بلکې په کتاب کې د هغې شتون هم زموږ درد نه‌شي دوا کولای، اړتیا دا ده چې قانون عملي شي او ټولې اړوند ادارې د هغې په پیاوړتیا کار وکړي، زه په دې باوري یم چې که قانون نه‌وي زیات خلک له خپلو مهمو حقونو څخه بې‌برخې کېږي په داسې حال کې چې دوی د اخیستونکو توکو په اړه د معلوماتو د لرلو حق لري."

د مستهلکینو ورځ له ۱۹۹۳ کال راهیسې په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کېږي خو د مستهلکینو څخه د ملاتړ ادارې په باور په افغانستان کې دا لومړی ځل دی چې ورځ‌یې لمانځل کېږي او یا ورته د ځانګړي جوړ شوي قانون پر اجرا کېدو ټينګار کېږي.

ښاغلی سرور وايي په ټوله کې د مستهلکینو یا مصرف کوونکو حقونو ته پاملرنه د اقتصاد بازار غني کوي او سوداګري د نظم، شفافیت او سلامتیا په لور بیایي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG