د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۷

ارزګان کې شاعرانو له خپلو لیکنو او شعرونو لاس اخیستی


ارزګان کې شاعران وايي، پر خپلو لیکنو پښیمانه دي او نور يې لاس ورڅخه اخیستی دی.

په ارزګان ولایت کې لیکوال او شاعر عالي محمد خوشحال چې یوه شعري ټولګه‌يې چاپ کړې او بله‌يې تر لاس لاندې ده، د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه ولایت کې د بیان د ازادۍ مخه نیول شوې او د خلکو پر خولو مهرونه وهل شوي.

نوموړي همداراز وویل، ارزګان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست شاعرانو او لیکوالانو ته هېڅ پام نه‎دی کړی.

ښاغلي خوشحال زیاته کړه:

"د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې داسې کسان ګمارل شوي چې شعر پېژني لا نه، نو هغه به بیا څنګه شاعران سره راغونډ کړي او هغوی ته به کار څنګه وکړي؟ ارزګان کې مو دا درې کاله کې داسې شاعرانه مجلس نه‌دی جوړ شوی چې موږ د خپل شعر تنده په‎کې ماته کړه."

یو بل شاعر او لیکوال غوث‌الدین سپین‎ږیري د اطلاعات او فرهنګ ریاست له مسؤلینو غوښتنه وکړه چې دغه ولایت کې دې هغه ځوانانو ته چې اوس‌يې له شعرونو سره مینه پیدا کړې په همدغه برخه کې د پوهاي پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي څو اوسني ځوانان له نورو ناوړه کارونو څخه لاس واخلي.

ښاغلي سپن‎ږیري زیاته کړه:

"د ارزګان اوسني ځوانان له شعر سره ډېره مینه لري خو متأسفانه چې دلته هېڅ مشاعرې نه‌جوړېږي."

ارزګان د افغانستان یو له هغه ولایتونو څخه دی چې د مسؤلینو په خبره ۸۰سلنه خلک‌يې نالوستي دي.

په ورته وخت کې د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ ریاست سرپرست رئیس نور محمد ابدالي هم د شاعرانو یو لړ ستونزې مني خو د دې تر څنګ وايي چې په یو شمېر برخو کې يې تر خپل وسه کار هم ورته کړی دی.

د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ ریاست سرپرست رئیس نور محمد ابدالي
د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ ریاست سرپرست رئیس نور محمد ابدالي

ښاغلي ابدالي زیاته کړه:

"موږ هغسې بودجه نه‎لرو لکه څنګه چې نور سکټورونه‌يې لري، موږ تل هڅه کوو چې خپل کلتور راژوندی کړو ولې شاعر هم هغه څوک دی چې کلتور راژوندی کوي."

دا په داسې حال کې ده چې ارزګان ولایت کې د مسؤلینو په خبره چې یو شمېر تاریخي اثار هم د دولت د نه‌پاملرنې له امله له‎منځه تللي او یا هم د له‎منځه تلو په حال کې دي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG