د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۱

پکتيا کې خلک د «نوي کابل بانک» له خدماتو ناراضه دي


په پکتيا کې سوداګر، پوليس او ښوونکي د «نوي کابل بانک» له خدماتو ناراضه دي او شکايت کوي چې پر خپل وخت د دوی حسابونه نه‌شي ورکولای او له ستونزو سره‌يې مخ کړي دي.

د کابل بانک په داخل او بهر کې د خپلو حسابونو د خلاصولو په موخه په ساعتونو ساعتونو ولاړو خلکو د خپلو ستونزو په اړه داسې وویل:

"زه د تجربوي لېسې استاد دا مو درېيمه مياشت ده چې معاش نه‌دی حواله شوی او نن چې معاش حواله شوی موږ دلته کابل بانک ته راغلي يو په اته بجې په نهه بجې وايي، رسميات شروع کېږي، کله چې رسميات شروع شول تر اوسه پورې يې موږ ته کار نه‌دی کړی په اته بجې راغلی يم اوس لس بجې دي معاش نه‌ورکوي، خلک په عذابوي او دلته اته غرفې دي دوه کار کوي او نورې خالي دي، د پوښتنې څوک نه‌شته که کار نه‌کوي، زموږ معاشونه دې يا بل بانک ته ورکړي او يا دې يې په خپله معارف ته ورکړي چې له هغه ځای څخه‌يې واخلو، دلته چې څوک واسطه لري د هغوی کار خلاصوي او کارټونه په لاس کې پټ ورکړي بس د هغوی کار مخکې شي او نور ټول پاتې وي."

"زه سرباز يم دا اوس تاريخ څو دی ته‌يې وګوره زه راغلی يم زما معاش‌يې نه‌دی راکړی زما هغه بل معاش په‌کې پاتې ده، له مرکزي حکومت نه مو غوښتنه ده چې يا دې موږ ته بل بانک جوړ کړي يا دې زموږ کار ژر خلاص کړي دا اوس دوه غرفې فعالې دي او نورې ټولې بندې دي او دلته‌يې زموږ کارټونه ټول سره ګډ کړي دي يا دې پوليس جدا کړي ملکي دې جلا کړي که نه بيا دې موږ نه په عذابوي."

"زه خپله د پکتيا ولايت د امنيه قومندانۍ دوهم ساتنمن يم د قرول مسول يم، نن څلرويشتم پنځويشتم تاريخ دی ما د دوه ساعتونو لپاره رخصت راخيستی دی په اتو راغلی يم دا دی لس بجې دي تر اوسه پورې هېڅ شی نه‌دي شوي زموږ معاش نه‌راکول کېږی يوازې دوه غرفې فعالې دي او نورې پنځه شپږ بندې دي."

يوازې دا درې تنه نه‌دي چې له ازادي راډيو سره په خبرو کې يې خپلې ستونزې شريکولې ډېر شمېر نورو کسانو چې کابل بانک ته د پيسو ترلاسه کولو په موخه راغلي وو، د دغه بانک له کارونو څخه نارضايت څرګنداوه، د پکتيا له زرمت ولسوالۍ څخه راغلي يو ښوونکي د ځان تر معرفي وروسته خپله ستونزه داسې بيان کړه:

"استاد يم، ډېر وخت مو په معاشونو کې ستونزه وه چې اوس معاش حواله شو اته‌نيمې راغلی يم تر اوسه لس بجې دي هېڅ کار نه‌دی شوی دوه غرفې کار کوي او بیروبار زيات دی خلکو ته وګوره څومره دي تر اوسه پورې مې کارټ ورک دی ضرور کار مې دی ورته ومې‌ويل چې کارټ مې راکړئ زه به لاړ شم له پيسو تېر يم، خو تر اوسه پورې دوی کارټ نه‌شي راکولای وايي يوه بجه راشه چې پيسې درکړو."

د پکتيا ښوونکي، پوليس او خلک ګواښ کوي چې که چېرته کابل بانک دوی ته د اصولو له مخې خدمات نه‌شي وړاندې کولای او د دوی ستونزو ته په خپل وخت رسيده‌ګي ونه‌شي له حکومته به وغواړي چې د دوی اکونټونه نورو بانکونو ته واړوي او د شخصي حسابونو لپاره په ګردېز کې د نورو بانکونو څانګو ته مراجعه وکړي.

د خلکو ستونزې د ولايتي شورا وکيلان هم مني وايي په پرله‌پسې ډول دوی ته د پوليسو، خلکو او ښوونکو شکايتونه ورغلي چې په خپل وخت‌يې د کابل بانک له مسولينو سره شريک کړي خو په هغه سربېره هم د دغه بانک ستونزې د پخوا په څېر دوام لري، د ولايتي شورا وکيل تاج محمد منګل وویل:

"هغه څوک چې کابل بانک کې حساب لري هغوی شکايت کوي هغوی ته حساب په خپل وخت نه‌خلاصېږي د خلکو مشکلات زيات دي، موږ دوی ته په وارونو وارونو د خلکو دا ستونزې وريادې کړې دي خو ستونزې يې نه‌دي هوارې کړي او مشکلات زيات شوي دي بايد د حل په موخه‌يې جدي اقدامات وکړي."

نوموړي زياته کړه، که چېرته کابل بانک د خلکو ستونزې نه‌شي هوارولی او هره ورځ‌يې د ښار په منځ کې د خلکو د حسابونو لپاره سلګونه کسان په انتظار درولي وي هم د خلکو وخت ضايع کوي او هم امنيتي ستونزې جوړوي.

ازادي راډيو په ګردېز کې د کابل بانک د مسؤل ويس‌الدين سره تماس ونيوه او د خلکو د ستونزو په اړه‌يې ترې وپوښتل خو هغه له خبرو کولو ډډه وکړه ويې‌ويل چې دوی اجازه نه‌لري له رسنيو سره خبرې وکړي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG