د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

کابل چاپ ورځپاڼو امنیت شورا ته له پاکستانه د کابل د شکایت په اړه تبصرې کړي


Afghanistan -- Kabul press, Kabul newspaper, Afghanistan newspaper, کابل ورځپاڼې, روزنامه های کابل, Eleven - April 2016
Afghanistan -- Kabul press, Kabul newspaper, Afghanistan newspaper, کابل ورځپاڼې, روزنامه های کابل, Eleven - April 2016

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له پاکستان څخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د شکایت په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپانې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، افغانستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان به اړه رسماً شکایت کړی دی او هغه هېواد یې د ترهګرو په ملاتړ او افغانستان کې د سیاسي بې ثباتۍ په رامنځته کولو تورن کړی.

په سرمقاله کې وړاندې په دې اړه راغلي چې د افغانستان دا ګام په کور دننه ستایل شوی خو سرمقاله لیکونکي پوښتنه مطرح کړې چې ایا امنیت شورا ته شکایت به د افغانستان له امنیت او د پاکستان د لاسوهنې له مخنیوي سره مرسته وکړي؟

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا یو ګام دی خو د دې لپاره چې زموږ دغه ګام اغېزناک او ګټور ثابت شي باید نړیوال ملګري ولرو او دغه شان د خپل شکایت په تړاو پوره شواهد او اسناد راسره موجود وي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د خپلې نننۍ ګنې سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې او هیله یې ښودلې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د پاکستان په وړاندې د افغانستان د شکایتونو په اړه رغنده پرېکړې وکړي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې امنیت شورا باید داسې پرکړې وکړي چې له مخې یې پاکستان د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي او د افغانستان او افغانانو پر وړاندې یې له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونو ته متوجه کړي.

ویسا:

ویسا خپلواکه ورځپاڼه هم د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې تر یو بریده همدې موضوع ته تم شوې.

ویسا د موضوع په تړاو لیکلي، په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغان استازي شکایت هېڅکله هغه پایله نه لري چې افغانان ترې تمه لري.

ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور په امنیت شورا او په ټوله کې پر ملګرو ملتونو د امریکا نفوذ دی او پوښتنه یې مطرح کړې چې که امریکا د امنیتي تړون په پاس څه نه کوي نو په ملکرو ملتونو کې به کومه تمه ترې پوره شي؟

سرمقاله لیکونکي دغه شان لیکلي چې په امنیت شورا کې د روسیې او چین دریځ هم له ورایه ښکاره دی چې د پاکستان په خلاف نه دي.

XS
SM
MD
LG