د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

ذکي: د کابل وروستۍ پېښه کې وسله والو سره د روغتون له دننه همکاري شوې


د ولسي جرګې ځینې غړي پر سردار محمد داود خان روغتون د چهارشنبې د ورځې حمله، مخکې له مخکې پلان شوې ګڼي او وايي چې په مخنیوي کې یې کشفي او امنیتي ارګانونو، بې پروايي کړې ده.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړې نظیفه ذکي د شنبې په ورځ، د جرګې په عمومي غونډه کې د یادې حملې په مخنیوي کوي کې، د امنیتي منسوبینو پر بې پروايي انتقاد وکړ.

مېرمن ذکې وویل چې له حمله کوونکو سره، د روغتون له دننه مرسته شوې ده او باید امنیتي مسؤلین یې په اړه ځواب ووايي:

"زه د څلورسوه بستر روغتون په قراول کې وم، له روغتون څخه بهر هېڅ خبره نه وه، د چاودېدونکو موادو موټر مخکې له مخکې په روغتون کې ځای پرځای شوی و، د ډاکټرانو په بڼه څو تنه مخکې له مخکې ګمارل شوي وو، د دفاع وزارت د کشف پر ریاست او کشفي ارګانونو څه شوي وو چې مخالفینو دغه حمله وکړي."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې بل غړي عبدالرحیم ایوبي هم د امنیتي ارګانونو کمزوریو ته ګوته ونیوله او انتقاد یې وکړ چې که د ورته حملو مخه ونه نیول شي، په راتلونکې کې به نورې هم ترسره شي:

"زموږ امنیتي ارګانونه نور څه شي ته منتظر دي، ایا دې ته منتظر دي چې مخالفین ارګ ونیسي او یا جمهور رئیس ترور کړي، نورڅه پاتې دي.؟"

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمي پر یادې پېښې د ولسي جرګې د غړیو له ټینګار وروسته وویل چې د یکشنبې په ورځ به په دې اړه ځانګړي بحثونه وشي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ مخالفینو، د افغانستان پر ستر پوځي روغتون وسله واله حمله وکړه او د روغتون ګڼ شمیر ډاکټرانو، نرسانو او روغتیايي کارکوونکي ته یې مرګ ژوبله واوړول.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې په دغې حمله کې ۴۹ کسان وژل شوي او ۶۳ ټپیان شوي دي، خو د عامې روغتیا وزارت د وژل شویو شمیر۳۰ او د ټپیانو هغه ۷۴ ښيي.

ایا په رښتیا سره امنیتي ارګانونو د دغې پېښې په مخنیوي کې بې پروايي کړې او چاودیدونکي مواد مخکې له مخکې په روغتون کې ځای پرځای شوي وو؟

د دغو پوښتنو په ځواب کې د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې د د فاع وزارت د مرستیال هلال الدین هلال په مشرۍ یوه ځانګړي کمېسیون د پېښې په اړه څېړنې پیل کړي چې له څېړنو وروسته به د پېښې ټول جزئیات روښانه شي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغوی څېړنې کوي چې د قضېې ټول اړخونه روښانه کړي، دا به هم معلومه کړي چې قضیه څنګه پلان او څنګه پېښه شوه، مخالفین له کومه ځایه او څه ډول راغلي، ایا مخکې له مخکې راغلي؟د دغو څېړنو نتایج به وروسته اعلان شي، مخکې له دې چې کمېسیون نتایج اعلان نه کړي، د جزئیاتو په اړه څه نه شم ویلی."

په ورته وخت کې ښاغلی وزیري وايي، که د څېړنو په نتیجه کې معلومه شي چې د پېښې په مخنیوي کې بې پروايي شوې، مسؤلین به یې لوې څارنوالۍ ته وروپېژندل شي.

همدارنګه د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد وايي، پر سردار محمد داود خان روغتون د حملې په اړه څېړنې روانې او نتایج به له پلټنو وورسته اعلان شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG