د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۸

م.م: څلورو هېوادونو کې ٢٠ میليونه کسان له لوږې او قحطۍ کړېږي


د بشري چارو او عاجلو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال امنيت شورا ته وويل چې نړۍ له ستر بشري بحران سره مخامخه ده.

سټيفن اوبراين پرونۍ غونډې ته وويل، يوازې په څلورو هېوادونو کې ٢٠ میليونه انسانان له لوږې او قحطۍ سره مخامخ دي.

نوموړي وايي چې نړۍ به له داسې يوه ستر بشري بحران سره مخامخه شي چې په ١٩۴۵ میلادي کال د ملګرو ملتونو له تاسيس راهيسې يې سارى نه و ليدل شوى.

سټيفن اوبراين دا خبره پرون د امنيت شورا غونډې ته وکړه.

"موږ د تاريخ په يوه بحراني پړاو کې يو، د کال له پيله لا له داسې يوه پراخ بشري بحران سره مخامخ يو چې د ملګرو ملتونو له جوړېدو راهيسې يې سارى نه و ليدل شوى، اوس مهال په څلورو هېوادونو کې څه باندې ٢٠ میليونه انسانان له لوږې او قحطۍ سره مخامخ دي. که ګډې او تنظيم شوې نړيوالې هڅې ونه شي، دوى به له لوږې مړه شي."

ښاغلي اوبراين په جولاى مياشت کې د يمن، جنوبي سوډان، سوماليا او د نايجريا د شمال ختيځ لپاره د ۴ اعشاريه ۴ میليارد ډالرو په ارزښت د عاجلو بشري مرستو غوښتنه کړې وه.

يمن، جنوبي سوډان او سوماليا ته تر سفر وروسته د بشري چارو او عاجلو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال سټيفن اوبراين د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په څرګندونو کې وويل، په دغو هېوادونو کې يو عمده دليل جګړه ده.

ده ټينګار وکړ چې نړيوالې ټولنې دا امکانات درلودل چې په دغو هېوادونو کې چې د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي- د نورې بدمرغۍ او کړاو مخه ونيسي.

ښاغلي اوبراين وويل په يمن کې روانو ناامنيو بشري مرستو ته لاسرسى محدود کړى، د جنوبي سوډان وضعيت هم تر بل هر وخت خراب شوى، په سوماليا کې هم روان وضعيت د ٢٠١١میلادي کال غموونکى تصوير وړاندې کوي چې قحطۍ شا او خوا دوه لکه او ٦٠زره کسان مړه کړي وو.

XS
SM
MD
LG