د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

احمدزی: سبا "شنبه"د چارواکو ناسته کې به د انتخاباتو نېټه معلومه شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي، د حکومت د مشرانو او د ملاتړ کوونکو بنسټونو له مسؤلینو سره د شنبې ورځې ناسته کې به هڅه وکړي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو نېټه معلومه کړي.

د دغه کمېسیون رئیس نجیب‌الله احمدزي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره یې يو لړ بنیادي کارونه ترسره کړي او د سبا ورځې ناسته کې به د انتخاباتو د نېټې په اړه پرېکړه وشي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیس نجیب‌الله احمدزي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیس نجیب‌الله احمدزي

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:

"د راتلونکو ټاکنو لپاره مجلس لرو، موږ هڅه کوو چې د راتلونکو انتخاباتو نېټه د سبا غونډې نه معلوم شي، نو له هغه وروسته بیا دغه نېټه موږ له نړیوالو او هېوادوالو سره شریکوو."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې دغه ناسته کې به د ولسمشر محمد اشرف غني ترڅنګ، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د ولسمشر دویم مرستیال سررور دانش، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د يو شمېر مرسته کوونکو هېوادونو سفیران شامل وي.

ټاکل شوې وه چې دغه ناسته د تېرې چهارشنبې په ورځ ترسره شوې وای خو کابل کې په سردار محمد داوود خان روغتون باندې د خونړي برید له امله چې لسګونه کسان په کې مړه او ټپيان شول دغه ناسته د شنبې ورځې ته وځنډول شوه.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د شکایتونو کمېسیون ازادي راډيو ته ویلي، تر هغې چې انتخاباتي نظام کې بنسټیز اصلاحات رامنځته نه‎شي او د دغه بهیر پر وړاندې پرتې تخنیکې او مالي ستونزې لېرې نه‎شي د راتلونکو انتخاباتو شفافیت نه تضمینېږي.

د بنسټیزو اصلاحاتو راوستل، د رأی ورکوونکو د مرکزونو ټاکل، په وخت سره د انتخاباتو د لېست مشخص کول، د رأی ورکونې د کارتونو د برخلیک معلومول او د رأی ورکونې پروسه کې د شفافیت رامنځته کول هغه ستونزې او ننګونې دي چې د دغه کمېسیون ویاند ورته اشاره کړې.

په همدې حال کې د انتخاباتو څخه د څار يو شمېر بنسټونه بیا انتخاباتي سیسټم کې په اصلاحاتو ټینګار کوي او د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نېټې ټاکل له وخته مخکې ګڼي.

د اکسین یا د انتخاباتو اړوند د مدني ټولنې رئیس جانداد سپین‎غر د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، ترهغې چې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره ځانګړی پلان موجود نه‎وي د نېټو ټاکل به خیالي وي او د انتخاباتو اعتماد ته به زیان ورسوي.

د اکسین یا د انتخاباتو اړوند د مدني ټولنې رئیس جانداد سپین‎غر
د اکسین یا د انتخاباتو اړوند د مدني ټولنې رئیس جانداد سپین‎غر

نوموړی وايي:

"که دوی پلان نه‎لري، د اصلاحاتو پروګرام نه‎وي او د شفافیت تضمین او نور مسایل نه‎وي مشخص شوي او دوی راځي د انتخاباتو نېټه اعلانوي نو دا به واقعي نه‎وي او دا به د ولسمشر په ګډون د نړیوالې ټولنې او خلکو قناعت ترلاسه نه‎کړي."

ښاغلی سپين‎غر وايي، د انتخاباتو کمېسیون باید يو ځانګړی پلان ولري چې هغه کې د اصلاحاتو ټول قدمونه او د انتخاباتو اړوند تخنیکې مسایل شامل وي چې د راتلونکو انتخاباتو شفافیت تضمین کړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG