د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۳

اجرائیه ریاست: د اړیکو رغېدل د پاکستان مثبتو اقداماتو پورې اړه لري


په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام‎اباد تر منځ اړیکې ترینګلې شوې دي خو افغان خکومت‌یې د ښه کېدلو هیله لري.

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې یاد وضعیت د دغو دواړو هېوادونو په ګټه نه‎دی.

د اجرائیه رئیس ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي د پنجشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د پولو تړل، په کډوالو د فشارونو زیاتول او له ترورېزمه د بهرني سیاست په توګه استفاده د هېڅ هېواد په ګټه نه‎ده.

د اجرائیه رئیس ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي
د اجرائیه رئیس ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"موږ له پاکستانه تل غوښتي چې له ترورېزمه ملاتړ ته پای ورکړي، ولې له بده مرغه زموږ دې غوښتنو کله هم مثبت ځواب نه‎دی تر لاسه کړی، اوس زموږ اړیکې په ښه وضعیت کې نه‎دي خو دا د پاکستان حکومت پر مثبتو اقداماتو پورې اړه لري څو وکولای شو ستونزې حل کړو."

ښاغلی رحیمي وايي، افغان حکومت کله هم د ستونزو غوښتونکی نه‎دی خو په ورته وخت کې یې ټينګار په دې دی چې په ګډو همکاریو سره باید د دواړو هېوادونو امنیتي ستونزو ته حل‎لارې پیدا او عملي اقدامات وشي.

کابل ډېر وخت افغانستان کې د کېدونکو امنیتي پېښو په تړاو پاکستان تورن کړی، ویلي یې دي چې د افغان حکومت وسله‎والې مخالفه ډلې په هغه هېواد کې مرکزونه لري.

له دې وړاندې د پاکستان له‎خوا هم پر افغانستان ورته تورونه لګېدلي او دا هغه څه دي چې له امله‌یې له نېږدې شلو ورځو راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ ټولې ځمکنۍ لارې تړل شوې دي.

یوازې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځ د هغو افغان او پاکستاني مساپرو پر مخ لارې خلاصې شوې کوم چې په پاسپورټونو یو د بل هېواد ته تللي او هلته بند پاتې وو.

په ورته وخت کې د چهارشنبې په ورځ یوې حکومتي سرچېنې د نوم نه‌یادولو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان د سرحدي سرغړونو او نورو کړنو په اړه افغان حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم خپل شکایت لیک لېږلی دی.

خو پوښتنه دا ده چې د ترینګلو دغو اړیکو د بیا عادي کېدو لپاره کابل له اسلام‎اباده د کومو مثبتو اقداماتو غوښتونکی دی.

د چارو څېړونکی عبدالرؤف جرأت وايي، پاکستان ته ښايي چې د څلور اړخیزه غونډو په پرېکړو اقدام وکړي او د ښه او بد ترورېست توپیر له‌منځه یوسي.

ښاغلي جرأت زیاته کړه:

"د دواړو هېوادونو د ګاونډيتوب اصل له مخې هم لازمه ده چې دا دوه هېوادونه یو بل ته د همکارۍ لاس ورکړي خو د پاکستان صداقت باندې ټول افغانان شک لري، دوی عملاً د افغانستان له دښمنانو سره مرسته کوي نو ځکه د ملامتۍ لویه ګوته هم پاکستان ته نیول کېږي بل دا چې هغه هېواد د څلور اړخیزه غونډو په هېڅ ژمنو عمل نه‎دی کړی او دې کارونو وضعیت خراب کړ."

ښاغلی جرأت وايي، وروسته له دې چې اسلام‎اباد د افغان سولې په اړه د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د څلور اړخېزې غونډې پرېکړې عملي نه‎کړې د ملي وحدت حکومت باور په هغه هېواد خورا کم شو.

له دې سره د ملي وحدت حکومت مشرانو د تېرو دوو کلونو راهیسې پاکستان ته د بیا- بیا بلنو سره-سره تګ ته زړه نه‎دی ښه کړی او ټينګار یې په دې دی چې هغه هېواد باید د افغانستان پر وړاندې له دوه ګوني سیاسته لاس واخلي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG