د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۶

ویسا: د مارچ اتمه یوه بله د کاذبو شعارونو ورځ


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې د مارچ اتمې یا د ښځو نړیوالې ورځې او په دې برخه کې شوېو پرمختګونو او ستونزو ته ځانګړي شوي.

سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې ښځو ته د دې ورځې مبارکي ویلې ده او لیکلي یی دي چې ۱۶ کاله وروسته د مارچ اتمه.

په مطلب کې راغلي چې هرکال په دې ورځ په افغانستان کې هم د ښځو نړیواله ورځ لمانځل کېږي او په غونډو کې پر دې بحث کېږي چې د ښځو پر وړاندې پراته خنډونه باید لېرې شي.

خو لیکوال وایي چې لا تر اوسه هم د افغان ښځو پر وړاندې ډېرې ستونزې او ناخوالی شته او هغه شان چې لازمه وه په دې برخه کې پرمختګ ندی شوی.

دې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې که هم په دې هکله لیکلي چې افغان ښځې لا هم وهل او ټکول کېږي او له راز راز ستونزو سره مخامخ دي.

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله تر دې عنوان لاندې لیکلې چې د مارچ اتمه یوه بله د کاذبو شعارونو ورځ.

په سرمقاله کې راغلي چې دا ورځ هر کابل په ډېر درز سره لمانځل کېږي چې سرمقاله لیکونکی وایی چې له دې نه یوازې څو محدودو څېرو او ارګانونو ګټه پورته کړې.

سرمقاله لیکونکی وایي چې په تېرو شپاړسو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي، خو وایي چې د ښځو د حقونو له شعاره یو څو ادارو له بهرنیانو نه مادي امتیازات ترلاسه کړل.

سرمقاله لیکونکی په پای کې سپارښتنه کوي چې د ښځو د پیاوړتیا لپاره باید د لویدیځې ټولنې له دوده د تقلید پرځای اساسي هڅې وشي او هغه شان چې لازمه ده په دې برخه کې کار ترسره شي.

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په دې اړه یو مطلب خپور کړی او ویلي یی دي چې د ښځو هلو ځلو او زیارونو ته باید په کمه ونه کتل شي.

لیکوال وایي، افغان ښځو له ډېرې پخوا نه د نارینه و ترڅنګ د خپل هېواد د ساتنې په برخه کې ونډه اخیستې او د ټولنې د اصلاح لپاره یې اساسي رول لوبولای او لا هم هلې ځلې کوي.

او چراغ ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې افغان ښځې د بیوزلۍ او هېرېدو په منځ کې.

سرمقاله لیکونکي لیکلي چې میلیونونه افغان ښځې لا هم په بې خبرۍ کې ژوند کوي او د مور، مېرمن او خور په توګه د ژوند له لومړنیو خدماتو څخه برخمنې نه دي.

سرمقاله لیکونکی انتقاد کوي چې له افغان ښځو سره سلګونه میلیونه ډالره مرسته وشوه خو د ښځو د ژوند د ښه کولو لپاره هغه شان چې لازمه وه ورڅخه ګټه نه ده پورته شوې.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG