د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

سرنوشت: راتلونکې ټاکنې او د رونتیا ټوکه


کابل چاپ ورځپاڼو به خپلو نننیو ګڼو کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په تړاو د ولسمشر غني د وروستیو څرګندونو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د راتلونکي کال د پارلماني ټاکنو لپاره لازم ګامونه پورته شوي او په دغه بهیر کې به د هر ډول لاسوهنې مخنیوی وکړي.

په سرمقاله کې راغلي، ښاغلي غني تېره ورځ د ملي شورا په پرانیست غونډه کې د راتلونکو ټاکنو په روڼوالي ټینګار وکړ او ویې ویل د ترسره کولو لپاره یې د دولت سیاسي اراده پیاوړې ده.

په سرمقاله کې راغلي چې ښاغلي غني ویلي، د افغان دولت د مشرتابه ژمنه ده چې له لاسوهونکو سره به پرېکنده چلند کوي او سرغړونکي به د قانون له مخې مجازات شي.

خو سرمقاله لیکونکي ته دا خبره ټوکه ښکاري او پوښتنه یې مطرح کړې چې ایا رېښتیا هم ولسمشر او اجرائیه رئیس خپلواکې ټاکنې غواړي؟

ده خپلې سرمقالې ته هم دا عنوان ورکړی، راتلونکې ټاکنې او د رونتیا ټوکه.

خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله کې ټینګار کړی چې افغان حکومت پر خپل وخت ټاکنو او خپلواکۍ ته یې ژمن دی.

د هېواد په سرمقاله کې په دې اړه راغلي، د افغانستان خلک باید داسې ولسواک نظام ولري چې بنسټونه یې غښتلي وي او د دغو بنستونو ترمنځ یې پوره همغږي موجوده وي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، د دې لپاره عادلانه او سراسري ټاکنو ته اړټیا ده او افغان حکومت ورته ژمن دی.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې ولسمشر په جدیت سره دا بهیر څاري او کلکه اراده لري چې ټاکنې سمې ترسره شي او د خلکو باور پرې راټول وي.

سرمقاله لیکونکي دا د ولسواک نظام د ټینګښت لپاره یو مهم شرط ګڼلی دی.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، ولسمشر په خپلو وروستیو څرګندونو کې خلکو ته دوه زیري لرل، یو دا چې راتلونکې ټاکڼې به رڼې وي او بل دا چې دغه ټاکنې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو له مداخلې پرته ترسره کېږي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، په داسې هېواد کې چې تراوسه یې رڼې ټاکنې نه دي لرلي دا خبرې د خلکو د رأیو راټولونو او د ټاکنو د اعتبار برخه کې زیري ورکوونکي دي.

خو ورسته خبره یې بیا دا ده، په داسې حال چې ولسمشر د رڼو انتخاباتو خبره کوي په انتخاباتو پورې اړوند مسؤلو بنسټونو د دغه امر د تحقق په برخه کې ان یو ګام هم نه دی پورته کړی.

XS
SM
MD
LG