د ايران قضا د هغه ټيم یو غړی مجرم پېژندلی چې د دې هېواد د اټمي پروګرام په اړهيې د نړۍ له قدرتونو سره مذاکرات کول.
د يکشنبې په ورځ د ايران د قضا يوه وياند دا خبره کړې ده.
اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې دغه مجرم پېژندل شوی کس ښايي کاناډايي ايرانی وي چې مخکې هم د جاسوسۍ په تور بندي شوی و.
پر يوه بل امریکايي ايراني هم تور دی چې له خلکو يې ۳.۱ میليون ډالره اخيستي چې بهرنیو هېوادونو تهيې په لېږلو کې مرسته وکړي.
د قضايي ځواک وياند غلام حسین محسني اژهيي دا خبره د ايران اېرنا خبري اژانس ته کړې ده.
اژهيي د اټمي موافقې د ټيم د غړي په تړاو د قضيې په اړه وويل چې محکمه به دغه کس ته د سزا ورکولو په اړه پرېکړه کوي.
اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس راپور وايي، اژهيي مستقيماً د تورن شوي کس نوم نهدی اخیستی او نهيې د سزاوو او تورونو په اړه تفصیل ورکړی دی.
خو اژهيي ويلي چې د دې کس د نوم توري "ډي. اي. ډي" دی او دوه تابعيتونه لري.
په اګسټ مياشت کې د محافظهکارو خبري رسنیو وويل چې چارواکو اصفهاني توقيف کړی دی چې د راپورونو له مخې يې د ايران پر ضد د اقتصادي بنديزونو لیرې کولو برخه کې هڅې کولې.
دی وروسته په ضمانت راخوشې شو.
د ۱۹۷۹ میلادي کال اسلامي انقلاب وروسته، اصفهاني په هاګ کې د ايران لهخوا له امریکا تر انقلاب مخکې پېرل شویو نظامي مهماتو په اړه د شخړې د حل لپاره د ايراني ټيم غړی و.
دی د کاناډا د اونټاریو د محسبانو انسټټیوټ غړی هم دی.
د اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس راپور وايي چې د کاناډا د نړیوالو چارو ادارې وياند ويلي چې چارواکي په ايران کې د يوه کاناډايي تبعه له توقيف کېدو خبر دی خو په دې اړهيې له خبرو څخه ډډه وکړه.
څېړونکي وايي، اټمي موافقه د ايران د محافظهکارانو په سترګو کې اغزی و خو د دې هېواد د منځلاري ولسمشر حسن روحاني لپاره د بريا په معنی وه.
په همدې حال کې اژهيي اعلان وکړ چې د امریکايي ايراني چې نومیې نهدی اخیستل شوی، قضيه ښايي د فساد اړوند تورونو سره تړاو ولري.