د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

زيارتوال: بلوچستان کې لوېدلي تعليمي حالت تر پخوا ډېره وده کړې


د بلوچستان د تعليم ايالتي وزير عبدالرحيم زيارتوال وايي، د دې ايالت لوېدلي تعليمي حالت تر پخوا ډېره وده کړې او په کليوالو سيمو کې د ښوونکو په وسيله د تعليمي کمپاين په وسيله‌يې دا نتيجه تر لاسه کړې چې تر پخوا د کال دوه سوه زره زيات ماشومان په ښوونځيو کې شاملېږي.

ښاغلى زيارتوال وايي، د نجونو تعليم هم تر پخوا ښه شوى او د هغوى لپاره‌يې زيات شمېر ځانګړي ښوونځي هم جوړ کړي، خو وايي په کومو ځايونو کې چې د نجونو ځانګړي ښوونځي نه‎شته، هلته د هلکانو او نجونو ګډ ښوونځي دي.

زيارتوال وايي، هغه خلک چې پخوا به‌يې د تعليم خصوصاً د نجونو د تعليم پر ضد تبليغات کول، اوس د تعليم په ارزښت پوه شوي او د دې ايالت په کليوالو سيمو کې هم تعليم ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دى.

د بلوچستان د تعليم ايالتي وزير عبدالرحيم زيارتوال
د بلوچستان د تعليم ايالتي وزير عبدالرحيم زيارتوال

نوموړی وايي:

"اوس څوک د ښوونځي په باره کې دا نه‌وايي چې په سرکاري ښوونځيو کې عصري تعليم کفر دى، دا په‎خپله څرګندوي چې زموږ د خلکو په ذهنيت او سوچ کې لوى بدلون راغلى او هغه قوتونه اوس پر شا شوي چې په دې برخه کې يې خنډونه پېښول. اوس د مدرسو خلک راځي موږ ته وايي، د ښوونځي په طرز استادان راکړئ چې زموږ په مدرسو کې شاګردانو ته سبق ووايي. هغه بنديزونه، فتوا به زه نه ورته ووايم، ناروا خبرې چې به د تعليم په اړه کېدلې ختم شوې دي او اوس ټول وايي چې تعليم-تعليم."

د بلوچستان اوسني حکومت درې کاله وړاندې لا په مورنيو ژبو د زده‎کړې قانون تصويب کړ، خو تر اوسه لا په مورنيو ژبو د لومړنيو زده‎کړو په مخ کې خنډونه پراته دي.

د بلوچستان د برښور سيمې يو ښوونکى عبدالستار راهياب چې د پښين په يوه منځني ښوونځي کې د ساينس استاد دى وايي، په ښوونځي کې يې استادان شاګردانو ته د اوسني حکومت ورکړل شوي پښتو کتابونه نه‌شي ورښوولاى، ځکه چې وايي هغوى په خپله هم پښتو نه‌شي لوستلى.

نوموړی وايي:

"غټه ستونزه خو دا ده چې په ښوونځي کې د ښوونکو په خپله پښتو نه‎ده زده، په کار دى چې لومړى هغوى ته روزنه ورکړل شي، مورنۍ ژبې وروښوول شي، په پښتو ليک لوست پوه شي، بيا نتيجه ورکولاى شي. تر کومه چې ما پوښتنه پسې کړې ده، په ښوونځيو کې استادان وايي، موږ پښتو دومره نه‎ده ويلې، صرف مو هلکانو ته الفبا ورښوولې يا مو د پښتو ترانه ورښوولې ده. په ليکلو کې هم ورته مشکل دى چې د ښوونځي استاد پښتو نه‌شي ليکلى، يو ماشوم به‌يې څنګه وليکي."

خو د بلوچستان د تعليم وزير عبدالرحيم زيارتوال دا نه‌مني چې ګواکې ښوونکو ته دې د مورنيو ژبو په برخه کې روزنه نه‎وي ورکړل شوې، دى وايي په تېرو دوو کلونو کې هم پر ښوونځيو د مورنيو ژبو د لومړني ټولګي کتابونه وېشل شوي، خو د سږ کال کتابونه به هم ژر ورباندې ووېشل شي او شاګردانو ته به‌يې ښوونه پيل شي.

نوموړی وايي:

"موږ د استادانو د روزنې بشپړ انتظام کړى دى. د سږ کال د مورنيو ژبو کتابونه مو اوس راروان دي، دا زموږ له‌خوا نه، په خپله د مورنيو ژبو د نصابياتو د ماهرينو له‌خوا ځنډېدلي دي. پښتو اکاډمۍ، بلوچي اکاډمۍ او براهوي اکاډمۍ چې دغه کتابونه راته تياروي، د هغوى په سبب د کتابونو چاپ لږ ځنډېدلى دى، خو موږ به په يوه مياشت کې دننه دا کتابونه چاپوو، هم به‌يې پر ښوونځيو وېشو او هم به ښوونکيو ته روزنه ورکوو چې وروښيي."

د يادونې وړ ده چې د بلوچستان په تېرو حکومتونو کې د تعليم لپاره کلنۍ بودجه د ټولې پرمختيايي بودجې تر ۱۰ فيصده نه‎ده زياته شوې، خو د اوسني حکومت پر مهال د تعليم بودجه ۲۴ فيصده ته لوړه شوې او د تعليم وزير ادعا کوي چې په تېرو څلورو کلونو کې يې په هغو سيمو کې چې ښوونځي په‎کې نه‌وو، ٨٨٧ لومړني ښوونځي، ٤١٦ منځني ښوونځي او ١٦٢ لېسې جوړې کړې دي.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG