د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

فعالان: پاکستان دې له ډپیلوماتیکو لارو ښه ګاونډیتوب ته اړ شي


د افغانستان پر سرحدي سیمو د پاکستان له‎خوا د راکټونو توغول، د افغانستان پر ضد د ترورېستي ډلو روزل او تمویلول، د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه، د ګاونډیتوب د اصولو نه‌مراعاتول او داسې نور هغه موارد دي چې د افغانستان د مدني ټولنې فعالانو د پنجشنبې په ورځ کابل کې په یوې اعتراضیه غونډه کې وغندل.

د افغانستان مدني ټولنو د مختلفو بنسټونو دغو فعالانو وویل چې که پاکستان د افغانستان پر ضد دغو خوځښتونو ته ادامه ورکړي، د افغانانو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

یوه مدني فعال غورځنګ سیال وویل:

"پاکستان له کابو ۴۰ کلونو راپدېخوا، افغانستان ته ترورېزم تمویلوي، تجهیزوي او صادروي یې او اوس غواړي چې پر افغانستان مستقیمه حمله وکړي. موږ خپلو امنیتي ځواکونو ته ډاډ ورکوو چې هر کله که غږ وکړي موږ به اوږه په اوږه د پاکستان پر ضد له تاسې سره ولاړ یو."

د پاکستان پر ضد د افغان مدني فعالانو د غونډې په پرېکړه‎لیک کې له افغان حکومته غوښتل شوي چې پاکستان دې له ډپیلوماتیکو لارو څخه د ښه ګاونډیتوب د اصولو مراعاتولو ته اړ کړي.

د پاکستان پر وړاندې دغه اعتراضیه غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې پاکستان له شااوخوا یوې اوونۍ راهیسې د افغانستان پر سرحدي ولایتونو لکه کونړ او ننګرهار سلګونه توغندي ویشتلي چې خلکو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

سربېره پر دې یوه اوونۍ کېږي چې پاکستان د تورخم لاره د خلکو پر مخ تړلې چې عام خلک، ناروغان او سوداګر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دا لومړی ځل نه‎دی چې د پاکستان له لوري د افغانستان په سرحدي سیمو توغندي ویشتل کېږي بلکې پخوا تر دې هم د کونړ، ننګرهار، نورستان او جنوبي سرحدي سیمو ورته توغندي ویشتل شوي چې افغانانو ته‌یې مالي او زیانونه اړولي او خلکو یې پر ضد مظاهرې کړې دي.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې د پارلمان ځیني غړي د افغانستان ختیځ کې د پاکستان راکټي بریدونه په سیمه کې د ثبات په زیان بولي.

د اروپايي ټولنې د پارلماني پلاوي مشر پیټرس، دغه خبره په همدې ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړه:

"موږ هیله‌مند یو چې دغه کړکېچ د مذاکراتو له لارې حل شي. دا د حل لاره نه‎ده چې د افغانستان پر لور توغندي وویشتل شي. موږ خواشیني یو چې دا ډول اعمال ترسره کېږي. دا په سیمه کې ثبات ته زیان رسوي."

اعتراض کوونکو پر امریکا غږ وکړ چې د افغانستان د ستراتيژیک دوست په توګه دې د پاکستان د ناوخوالو پر وړاندې غلې پاتې نه‎شي.

دوی همدارنګه په پرېکړه‎لیک کې د ملګرو ملتونو له سازمانه وغوښتل چې پاکستان دې د ترهګرو د ملاتړ هېواد په توګه وپېژني او فشارونه دې پرې زیات کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG