خبرونه
پیټرس: افغانستان او پاکستان خپلمنځي ستونزې په خبرو حل کړي
د اروپاپي ټولنې د پارلمان ځینې غړي وايي، د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان راکټي بریدونه په سیمه کې د ثبات له ټینګښت سره مرسته نهکوي.
د اروپايي ټولنې د پارلمان یو شمېر غړي چې کابل ته راغلي وايي، ښه ده چې افغانستان او پاکستان خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
د دغه پلاوي مشر پیټرس نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، پهکار ده چې دواړه افغانستان او پاکستان د باور فضا په رامنځته کولو سره خپلو ستونزو ته اساسي حل لارې ومومي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
م. م: ژمي کې به له ۱۹ میلیونو ډېر افغانان د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ شي
ملګري ملتونه اټکل کوي چې نږدې ۴۰ سلنه افغانان به د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پرون په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې ښايي په راتلونکي ژمي کې له څه باندې ۱۹ میلیونو زیات افغانان د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخامخ شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی چې تر راروان ۲۰۲۷ کاله به د شدیدې خوارځواکۍ پېښې څلورو میلیونو ته ورسېږي.
بل پلو، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) او د ملګرو ملتونو دوو نورو ادارو پرون په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې روان بشري ناورین لاهم د نړۍ له سترو بشري ناورینونو څخه دی.
د افغانستان دننه ګڼ خلک کافي خوړو ته د نهلاسرسي له کبله شکایت کوي.
ملګرو ملتونو د ژمي له رارسېدو مخکې د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.
پاکستان کې سږکال له ۸۶ زرو ډېر افغان کډوال نیول شوي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ د اکټوبر تر ۱۰مې نېټې په پاکستان کې له ۸۶ زرو ډېر افغان کډوال نیول شوي دي.
دې سازمان پرون پنجشنبه د «اکټوبر ۱۵مه» په یو راپور کې ویلي چې یوازې د اکټوبر له ۴مې تر ۱۰مې نېټې ۹۷۵ افغان کډوال نیول شوي او ۹۶۱ تنه نور له پاکستانه ایستل شوي دي.
د پاکستان حکومت د روان کال په جولای میاشت کې د افغان کډوالو د ایستلو تازه لړۍ پیل کړې ده.
په ریاض کې د اروپايي ټولنې او خلیجو هېوادونو ناسته وځنډول شوه
د اروپايي ټولنې او خلیجو هېوادونو هغه ناسته چې تمه وه په سعودي عربستان کې جوړه شي، د امنیتي اندېښو له کبله وځنډول شوه.
اروپايي شورا پرون پنجشنبه وویل چې تمه وه دغه اقتصادي سرمشریزه د روانې میاشتې په ۲۳مه نېټه د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د متحده عربي اماراتو، قطر، بحرین او عمان د استازو په ګډون جوړه شي، خو د امنیتي دلایلو له کبله ځنډول شوې او د جوړېدو نوې نېټه بهيې وروسته اعلان شي.
دا پرېکړه وروسته له هغې ده چې د یمن حوثي یاغیانو د سعودي عربستان د تېلو پر تأسیساتو د بریدونو سربېره د ریاض پر هوايي ډګر بریدونه وکړل.
د ایران له ملاتړه برخهمن حوثي یاغیانو په وروستیو کې پر سعودي عربستان خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
د ایران سمندري ځواکونه: له هرمز تنګي یوې تېرېدونکې بېړۍ اور اخیستی
د ایران سمندري ځواکونه وايي، هغې تېل وړونکې بېړۍ اور اخیستی چې غوښتليې د هرمز تنګي له "منعه شوې سیمې" تېره شي.
دې ځواکونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې یادې بېړۍ خپل ټول تعقیبوونکي وسایل او راډیو بنده کړې وه او هڅهيې کوله چې له "منعه شوې سیمې" تېره شي.
په اعلامیه کې د بېړۍ نوم او نور جزئیات نهدي ورکړل شوي او د اور لګېدو د لامل په اړه هم څه نهدي ویل شوي.
ایران او امریکا دواړه د هرمز تنګي د کنټرول ادعاوې کوي.
امریکا ادعا کړې چې په وروستیو کې ډېر شمېر بېړۍ له تنګي تېرې شوې دي.
د کابل ـ کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه کې ۵ کسه مړه او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي
د کابل ـ کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسه مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا پیښه نن سهار د کندهار د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دیوه مسافر وړونکي بس اویوې بار وړونکې لارۍ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
چارواکي وايي ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.
د پېښې اصلي لامل تراوسه نه دی څرګند خو افغانستان کې اکثر ترافیکي پیښې د سړکونو د خرابوالي ، د موټر چلونکو له بې احتیاطي او د ترافیکي مقرراتو له نه مراعت کولو څخه رامینځ ته کیږي.
د خبریالانو د ساتنې کمیټه (CPJ) په افغانستان کې د بي بي سي په خپرونو د بندیز د لیرې کیدو غوښتنه کوي
د خبریالانو د ساتنې کمیټه (CPJ) وايي په افغانستان کې د بي بي سي د ایف ایم خپرونو ځنډول، مستقلو معلوماتو ته د افغانانو لاسرسی محدودوي.
په اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د یادې کمیټې استازي ولي الله رحماني ددغې پریکړې د لغوه کیدلو او په خپلواکو رسنیو د محدودیت دلیرې کیدو غوښتنه کړې.
د طالبانو حکومت د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د بی بی سي د اف ام خپرونو ځنډول تایید کړل او لامل یې "پرله پسې سرغړونې" وبللې.
بي بي سي ویلي چې د ستونزې د حل لپاره له واکمنو چارواکو سره خبرې کوي.
بي بي سي په برتانیه کې یو رسنیز سازمان دی چې د خبرونو ترڅنګ ، مستندې ، تعلیمي او تفریحي خپرونې هم لري او خپل مطالب د راډیو ، ټلویزیون او ډیجیټال پلتفورمونو له لارې د پښتو او دري په شمول په بیلابیلو ژبو خپروي.
د اروپايي اتحادیې استازي کابل کې چارواکو سره د بشري حقوقو د وضعیت په اړه خبرې کړي
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس فریلیسن طالب چارواکو سره د لیدو کتو پر مهال پر نجونو او ښځو د محدودیتونو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې او ویلې دي چې همدا مسله ددواړو خواوو ترمینځ د اړیکو د عادي کیدلو په وړاندې لوی خنډ دی.
فریلیسن چې په دې دنده له ټاکل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره کابل ته تللی و، له طالب چارواکو، هلته میشتو ډيپلوماتانو او فعالانو سره د لیدو کتو لړۍ پای ته رسولې ده.
د اروپايي ټولنې اعلامیه چې نن پنجشنبه خپره شوې وايی چې توماس فریلیسن د افغان ښځو د مدني ټولنې له استازو سره یوه غونډه کې د محدودیتونو د اغیز او پر وړاندې یې د ښځو د مقاومت په اړه لومړی لاس معلومات ترلاسه کړي دي.
ویل شوي چې نوموړمي پر بشري مسلو سربیره د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت هم خبرې کړي دي.
طالبانو واک ته له رسېدو ورسته په تیرو ۵ کلونو کې ترشپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو په زده کړو او تحصیلاتو بندیز او ددوی په تګ راتګ او کار هم محدودیتونه لګولي دي.
سياېناېن: امریکا پر ایران د احتمالي بریدونو لپاره د «بمونو مور» کارول ارزوي
د سياېناېن ټلوېزیوني شبکې د باخبره امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې پر ایران د بریدونو د بیا پیل په صورت کې ښايي د امریکا پوځ د دغه هېواد د انرژۍ پر زېربناوو او اټومي تاسیساتو د «ټولو بمونو د مور» په نوم له مشهور بم څخه کار واخلي.
د دغه راپور له مخې، چې د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۲۳مه خپور شوی، د دې بم کارول پرایران د محتملو بریدونو لپاره د امریکا په پوځي پلان کې له مطرح شویو انتخابونو څخه یو دی.
خو د بریدونو د بیا پیل وروستۍ پرېکړه باید د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر وشي.
د GBU-43/B په نامه بم، چې د «ټولو بمونو د مور» په نوم پیژندل کیږي، د امریکا د پوځ له تر ټولو لویو غیر اټومي بمونو څخه دی او د چاودنې خورا لوړ ځواک لري.
سياېناېن لیکلي، چې د دغه بم کارول ښايي په جګړې کې د پام وړ پراخېدو لامل شي.
خو د پوځي پلان جوړونې څخه باخبره چارواکو دې شبکې ته ویلي، چې د واشنګټن د ستراتیژیکو موخو په ترلاسه کولو کې د دې وسلې د اغېزمنتیا په اړه لا هم ځینې شکونه شته.
رویټرز خبري اژانس، چې د سياېناېن راپور یې خپور کړی، ټینګار کړی، چې نه دی توانېدلی دغه معلومات په خپلواکه توګه تایید کړي.
د امریکا پوځ د بمونو د مور په نامه دغه بم په ۲۰۱۷ کال د اسلامي دولت یا داعش ډلې د خراسان څانګې په مورچو باندې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې کارولی دی.
پېښور کې د ښوونځي چت پریوتو له کبله ۲۱ تنه مړه شوي
د خیبرپښتونخوا په پیښور کې د یوه ښوونځي د چت د یوې برخې د پریوتو پیښه کې لږ تر لږه ۲۱ تنه مړه شوي دي.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د ژغورنې کمیټې د چارواکو په حواله وایي چې پیښه نن پنجشنه سهار په دیر کالوني کې شوې.
د پیښې مړي او ټپيان چې تر ډیره زده کوونکي دي، د لېډي ریډینګ روغتون ته وړل شوي دي.
تراوسه د پیښې لامل روښانه نه دی، خو په خیبرپښتونخوا او شاوخوا نورو سیمو کې له تېرو څو ورځو راهیسې شدید ورښتونه دوام لري.
د اسلامي همکارۍ سازمان استازي کابل کې له طالب چارواکو او ډیپلوماټانو سره لیدلي
د افغانستان لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړي استازي، ډاکتر طارق علي بخیت، په کابل کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو سفیرانو او د دیپلوماټیکو مأموریتونو مشرانو ته افغانستان ته د خپل وروستي رسمي سفر د پایلو په اړه معلومات ورکړل.
دغه سازمان پرون (چهارشنبې) په اېکسپاڼه کې لیکلي، په دې سفر کې له طالب چارواکو او نړیوالو شریکانو سره د بشري مرستو، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، روغتیا، زدهکړو او د خلکو د ژوند د ښه کولو په اړه خبرې شوې دي.
بخیت د افغانستان د بشري او پراختیايي ستونزو د هواري لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو پر همغږۍ او ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.