د حوت درېیمه یا د شوروي یرغل پر وړاندې د کابلیانو د قیام ورځ، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د روند استقامت ملي ټولنې لهخوا ولمانځل شوه.
په دې مناسبت په جوړې غونډه کې د کابل ښار د ناحیو او ولسوالیو استازو او ځینو سیاسي او جهادي شخصیتونو ګډون کړی و.
د یادې ورځې د لمانځلو په مناسبت په جوړې غونډه کې ویناوالو وویل چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې پر خپل هېواد د هر یرغل او استبداد پر وړاندې مبارزه او سرښندنې کړي او یرغلګر يې تېښتې اړ کړي دي.
د دغو ویناوالو له ډلې د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داوودزي وویل، ځیني هېوادونه هڅې کوي چې د افغانانو تر منځ ژبني، قومي، مذهبي او سیمهییز تعصبونو رامنځته او په همدې ډول، پر افغانستان یرغل وکړي.
ښاغلي داوودزي پاکستان ته اشاره وکړه او ويېویل، دغه هېواد پر افغانستان د یرغل په فکر دی خو افغانانو د ۱۳۵۸ لمریز کال د حوت په درېیمه ثابته کړې چې دا ملت پر خپله خاوره پردي یرغل ته اجازه نهورکوي.
ښاغلي داوودزي زیاته کړه:
"پاکستان په دې بسنه نهکوي چې یو څو راکټونه وتوغوي بلکې دا خطر شته چې مداخله وکړي، زه ورته د یو افغان په حیث اعلانوم چې که ناپاکه پښه دې زموږ په پاکه او د شهیدانو په خاوره کې کېښوده، پښه به دې پرې او له اټک څخه بهیې اخوا وغورځوو."
ویناوالو وویل، د ۱۳۵۸ لمریز کال د حوت په درېیمه د کابل د ټولو ناحیو اوسېدونکو په تش لاس خو په ملي روحیه، پر هېواد د شوروي پوځونو د یرغل پر وړاندې د الله اکبر په ویلو سره پاڅون وکړ.
د ویناوالو په خبره په هېواد کې شوروي پلوه حکومت پر پاڅون کوونکو سپکې او درنې وسلې وکارولې او په لسګونه پاڅون کوونکي چې ښځې هم پهکې وې، ووژل.
د شوروي یرغل پر وړاندې د کابلیانو د پاڅون او سرښندنو ورځ هر کال د حوت په درېیمه په کابل او ځینو ولایتونو کې لمانځل کېږي.
په غونډه کې د حوت د درېیمې ورځې شاهدانو د دوی په ویناګانو کې، پر ځوانانو غږ وکړ چې له اوسنیو ناوړه حالاتو څخه د وتلو تر ټولو غوره لار، ملي یووالی دی.
د روند استقامت ملي مشر میر ذبیحالله وليزاده وویل، د حوت درېیمه د ټولو افغانانو لپاره له هېواد سره د مینې او د استعمار پر ضد د مبارزې د لارې څراغ دی او دا څراغ باید روښانه وساتل شي.
دی وايي:
"د حوت د درېیمې پاڅون زموږ ځوانانو ته د ازادۍ درس و، د هېواد ځوانان باید د هماغه حالت په څېر، نن هم ځانونه اماده کړي، ځکه چې افغانستان د استبداد پر وړاندې سرټیت نهکړ، که موږ ځوان قوت له هېواده لاړ شو، باوري اوسئ چې زموږ راتلونکی نسل به اینده ونهلري."
د ۱۳۵۸ لمریز کال د حوت د درېیمې له پاڅون څخه څو ورځې وروسته د همدې میاشتې په څلرویشتمه د هرات په ښار کې هم خلکو د شوروي یرغل پر وړاندې ورته پاڅون وکړ چې هغه هم د حکومت لهخوا د وسلو په زور مات شو.
د غونډې په پای کې پر دې تأکید وشو چې مدني ټولنې دې په هېواد کې د ملي یووالي د ټینګښت لپاره، مدني فعالیتونه جدي او پراخ کړي.
د دوی په خبره ملي یووالی د ملي حاکمیت د پیاوړتیا او د بهرنیانو د ناوړه ارادو او خوځښتونو د شنډولو ضامن دی.
راپور: خان محمد سیند