بريد جنرال اېچ ار مکمسټر د خپل کتاب چې نوميې په دنده کې غفلت دی، لپاره مشهوره دی.
دغه کتاب په ويتنام کې د امریکا د ناکامۍ لامل، دغې جګړې ته د امریکا د سیاسي او نظامي ژمنتیا کمزوري بولي.
د دوشنبې په ورځ د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هربرټ رېمونډ مکمسټر خپل د ملي امنيت د سلاکار په توګه وټاکه.
دی به په عراق او افغانستان کې د امریکا د نظامي مأموريتونو نيمايي مسؤليت ولري.
دا دوه جګړې د ويتنام تر جګړه ډېرې اوږدې دي.
د اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې لومړی به مکمسټر په سپينه ماڼۍ کې د ملي امنيت د ټیم مشري اخلي.
دا وروسته له هغه چې ټرمپ خپل مخکنی د ملي امنيت سلاکار مايکل فلین له دندې ګوښه کړ.
۵۴ کلن مکمسټر د پنټاګون ستوری بلل کېږي ځکه دی د جګړې ميدان کې هم تجربه لري او د نظامي ساینس عالم دی چې نړۍ د چين، روسيې او امریکا تر منځ په يوه نوې او خطرناکې جیوپولټيک جګړه کې ښکېل ويني.
مکمسټر تېر کال د ستراتيژيکو او نړیوالو علومو په مرکز کې د وينا پر مهال وويل:
"دغې جګړې د نړیوالې جګړې د بحران تهديدونه زیات کړي چې د تېرو ۷۰ کلونو راهيسې تر ټولو زيات دي."
مکمسټر همداراز روسیې ته د یوه جدي خطر په سترګه ګوري.
ده ويلي چې مسکو غواړي اروپا کې د دوهمې نړیوالې جګړې او سړې جګړې وروسته رامنځته شوی اقتصادي او سياسي نظام سقوط وکړي او پر ځای يې د روسیې ګټو ته ژمن سيسټم رامنځته شي.
وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ مکمسټر د خپل ملي امنيت د سلاکار په توګه وټاکه، روسيې په دې اړه محتاطانه عکسالعمل ښودلی.
د کرملېن وياند ډیمیټري پېسکوف په يوه خبري کنفرانس کې د سې شنبې په ورځ د مکمسټر د ټاکل کېدو په اړه له تبصرې ډډه وکړه.
د روسیې دولتي خبري اژانس «RIA» د روسیې د پارلمان د دفاعي او امنيتي کمېټې د يوه غړي فرانتس کلينتسې ويچ له قوله ليکلي چې مکمسټر سل په سلو کې د باز غوندې دی چې روسیې ته د تهديد په معنی دی.
خو د همدې کمېټې رئيس ويکټور اوزيوروف ويلي چې مکمسټر که ټرمپ ته هره مشوره ورکړي، ولسمشر به د پالېسۍ اړوندې نهايي پرېکړې کوي.
مکمسټر په ۱۹۹۲ میلادي کال کې هغه مهال شهرت ترلاسه کړ او د سپينو زرو ستوري جايزهيې وګټله چې د خليج د جګړې پر مهاليې په يوازې نهو ټانکونو د عراقي پوځ لسګونه ټانکونه او نظامي موټرونه لهمنځه یوړل.
ده تېر کال د دې جګړې څخه د مهمو زدهکړو په اړه داسې وليکل:
"لومړی ډز ته کوه. د جګړې په غُبار کې پر مخ ځه او د ګټلو لپاره خطرونه ومنه."
۱۳ کاله وروسته ده د عراق په تلعفر سيمه کې د سخت دريځو پر ضد جګړه کې د امریکايي پوځ د درېيم نظامي غنډ مشري کوله.
مکمسټر په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د عراقي پوځ د زياتولو لپاره له جنرال ډېوېډ پټرېس سره کار وکړ.
د فيلادلفيا ايالت اوسېدونکي مکمسټر د شمالي کارولينا له پوهنتونه په امریکايي تاريخ کې دوکتورا کړې او په پوځ کې يې پر لوړو څوکیو کار کړی دی.
له دې سره دی د جېمز متېس په څېر یو مسلکي پوځي بلل کېږي.
ډونالد ټرمپ، جېمز متېس د دفاع وزارت لپاره انتخاب کړ.
جېمز متېس او مکمسټر په ۱۹۹۰مه لسيزه کې له يو بل سره وپېژندل.
د پنټاګون وياند جېف ډېويس ويلي چې دوی دواړه له یو بل سره کلکه کاري ملګرتيا لري.