د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

ټرمپ مک‌ماسټر د امریکا د ملي امنیت ادارې نوی مرستیال وټاکه


د امريکا ولسمشر د ملي امنيت د نوي سلاکار په توګه يو پوځي جنرال انتخاب کړی دی.

ډونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ په فلوريډا ايالت کې اعلان وکړ چې د ده راتلونکی د ملي امنيت سلاکار به بريد جنرال ايچ ار مک‌ماسټر وي.

مخکنی د ملي امنيت سلاکار مایکل فلين تېره اوونۍ له خپلې دندې ګوښه کېدو ته اړ ايستل شو.

دا وروسته له هغه چې ده امریکا ته د روسيې له سفير سره پر مسکو د امریکا د بنديزونو د خبرو په اړه مرستيال ولسمشر مایک پنس ته ناسم معلومات ورکړي وو.

ټرمپ په فلوريډا کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال مک‌ماسټر د سخت دريځۍ پر ضد د جګړې متخصص وباله او ویې‌ويل چې مک‌ماسټر غوره تجربه او غوره پوهه لري.

ټرمپ: مک‌ماسټر ښه تجربه لري.
ټرمپ: مک‌ماسټر ښه تجربه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"دی ډېره ښه تجربه لري او ډېر ښه استعداد لري، ما په تېرو دوو ورځو کې د ده په اړه ډېر څه ولوستل، په پوځ کې ده ته په ډېره درنه سترګه کتل کېږي."

ټرمپ د لوړپوړو امنيتي څوکيو لپاره جنرالانو ته لومړيتوب ورکړی دی.

مک‌ماسټر به چې د اعلان پر مهال‌يې خپل پوځي يونيفورم اغوستی وو، له دوو جنرالانو، د دفاع وزير جېمز متېس او د کورنیو چارو وزیر جان کيلي سره کار کوي.

څلور پنځوس کلن مک‌ماسټر د ملي امنيت سلاکار د دندې وړانديز يو امتیاز وباله.

مک‌ماسټر په فلوريډا ايالت کې خبريالانو ته وويل:

"زه غواړم ووایم چې دا ډېر لوی امتياز دی چې زه به وکولای شم د خپل ملت خدمت ته ادامه ورکړم، زه له تاسو د دې فرصت لپاره ډېر منندوی يم او زه د ملي امنيت د ټيم برخه جوړېدو ته سترګې په لاره يم، تر خپله وسه به هڅې کوم چې د امریکا د خلکو ګټې پر مخ بوځم او خوندي يې کړم."

ده د خليج په لومړۍ جګړه کې، په افغانستان او عراق کې هم په پوځ کې دنده تر سره کړې ده.

مک‌ماسټر یو مسلکي افسر بلل کېږي ځکه د پوځ په تاریخ کې يې تخصص کړی او ليکوال هم دی.

ټرمپ ويلي چې د ملي امنيت سرپرست سلاکار بريد جنرال کېت کیلوګ به د ملي امنيت ادارې د رئیس په توګه دنده ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG