د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

واشنګټن پوسټ پر پاک-افغان پوله د تازه بحران په اړه مقاله لیکلې


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ او د دواړو هېوادونو پر پوله د تازه بحران په اړه مقاله خپره کړې ده.

واشنګټن پوسټ لیکلي:

د افغانستان او پاکستان ترمنځ مخ په زیاتېدونکې شخړه د ترورېزم پرضد د دواړو هېوادونو پر ګډې مبارزې او د افغانستان د سولې په هڅو منفي اغېز کوي.

ورځپاڼه لیکي: دا تحولات په داسې وخت کې رامنځته شوي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان د جګړې او د دې هېواد د سولې د هڅو ارزونه کوي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي امریکايې چارواکو د پاکستان له پوځي مشرانو غوښتي چې د وسله والو ډلو د ځپلو په مبارزه کې له افغانستان سره همکاري وکړي خو هغوی ګواښ کړی دی چې یو اړخېزه اقداماتو ته به دوام ورکړي.

د مقالې لیکوال د پاکستان له لوري د افغانستان پر ختیځو سیمو د وروستیو راکټي بریدونو پر وړاندې د افغان چارواکو له غُصې ډک عکس العملونو ته هم اشاره کړې ده.

واشنګټن پوسټ د افغانستان د دفاع د وزارت د ویاند دولت وزیري له قوله لیکلي چې که ډیپلوماټیکو هڅو نتیجه ورنکړه نو له هر ډول امکاناتو څخه په ګټې اخیستو به له خپلې خاورې دفاع وکړي.

د واشنګټن په وډ ویلسون څیړنیز مرکز کې د اسیايې مطالعاتو د برخې مرستیال مشر مایکل کوګیلمن واشنګټن پوسټ ته د افغانستان او پاکستان د روان وضیعت او دا چې دا دواړه هېوادونه څه ډول کولای شي له اوسني حالت ووځي، څرګندونې کړي دي.

ښاغلي کوګیلمن ویلي، افغان حکومت باید د فساد پر ضد جدي مبارزه وکړي، خپل امنیتي ځواکونه غښتلي کړي او طالبان په سیاسي بهیر کې شامل کړي.

نوموړي پاکستان ته پیشنهاد کړی دی چې له ترورېزمه د استفادې اوسني دولتي تګلاره بدله کړي.

د اجنډا په نامه د ګرجستان ان لاین خپرونې په افغانستان کې د دې هېواد د کمپنیو د پانګونې او قراردادونو د اخیستو خبر ورکړی دی.

خپرونه لیکي:

د ګرجستان صدراعظم جیورجي کویریکاشویلي د مونشن د امنیتي کانفرانس په څنډو کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره کتنه کړې او نوموړي ته يې په افغانستان کې د ګرجستان د کمپنیو او سوداګرو د پانګونې د لیوالتیا په اړه ویلي دي.

اجنډا خپرونه زیاتوي:

د ګُرجستان صدراعظم خپل حکومت ته ویلي چې د ټرانسپورټ، لوژیستیک او اقتصادي زمینو په ګډون په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي دي.

اجنډا ان لاین خپرونې ویلي د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د ګرجستان صدراعظم ته ویلي چې هېواد يې د ګرجستان د کمپنیو او سوداګرو پانګونې ته هرکلی وايي.

XS
SM
MD
LG