د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار اوسېدونکو په دې وروستیو کې د پاکستان لهخوا د راکټي بریدونو تر څنګ د تورخم او سپین بولدک د دروازو د تړل کېدو پر ضد لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د پاکستان په وړاندې د حکومت د اوسني دریځ ملاتړ وکړ او د نړیوالو يې وغوښتل چې پر پاکستان د ترورېزم څخه د ملاتړ په خاطر بندیزونه ولګوي.
په دې اړه نور حال د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي په راپور کې: