د کونړ امنيتي مسؤلین وايي، ځواکونهیې د هر دښمن مقابلې ته د تیارسی په حال کې دي.
د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت په یوه ځانګړې مرکه کې ازادي راډیو ته وویل په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستانیو ځواکونو د کونړ پر درېیو ولسوالیو د توپونو په لسګونه ګولۍ راویشتلي چې پهکې چاته مرګ ژوبله نهده اوښتې.
نوموړي زیاته کړه:
"په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستانیو ځواکونو له لوري د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د شونکړۍ او شیخانو درې په منطقه کې ۶۶، د خاص کونړ ولسوالۍ میاکنډو سیمه کې ۱۵ فیره مرمۍ او د دانګام ولسوالۍ د زوړ برول په سیمه کې شپږ مرمۍ لګېدلي چې ټولې د پاکستان پوځ راویشتلې دي."
قوماندان وايي دوی غواړي چې د پاکستان او افغانستان راپیدا شوې ستونزه د خبرو اترو له لارې هواره شي او که چېرته بیاهم پاکستاني ځواکونه د کونړ په برخاوره خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو په یاد ولایت کې ټول افغان ځواکونه د برید کوونکو هرې حملې ته پوره چمتووالی لري او د تیاري په حال کې دي.
نوموړي زیاته کړه:
"د افغانستان د وسلهوال پوځ اعلی سرقوماندان په امر باندې زموږ ټول ځواکونه د تیارسی په حال کې دي او هر ډول برید ته چمتووالی لرو."
هغه وايي د یادو بریدونو په وسیله پاکستان غواړي چې پر خپلو ترهګریزو کارونو پرده واچوي.
د سرکاڼو ولسوالۍ د ډیورند پر کرښه د پرتې سیمې اوسېدونکی زرګل وايي، پاکستان د پیل کړو بریدونو سره غواړي د پولې دواړو خواو ته پراته ولسونه له یو بل جلا کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"جنګ خو یو ظالمانه حرکت دی، موږ جنګ نهغواړو خو دوی پر موږ راتپلی دی، موږ سوله کې ژوند غواړو، د پولې دواړو خواو ته موږ یو مسلمانان وروڼه یو، زموږ قوم یو دی، یوه مو ژبه ده، یوه مو خاوره او یو مو برید دی، دا موږ دوی بېل کړي یو، موږ بېلتون نهغواړو، دا د انګلیس شاګردان دي، د انګلیس قانون پر مخ وړي، موږ د دوی په دسیسو نه جلا کېږي، یوه ورځ به بیا سره یو کېږو."
د یادونې وړ ده چې د جمعې له ورځې د ننګرهار تر څنګ د کونړ په سرکاڼو، خاص کونړ او دانګام ولسوالۍ پاکستانيو ځواکونو د توپونو نېږدې درې سوه ګولۍ راویشتلي چې پهکې دوه تنه وژل شوي او په لسګونو کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړای شوي دي.
راپور: روحالله انوري