د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

متېس: افغانستان ته د اضافي سرتېرو استولو په اړه څېړنې پیل شوي


په داسې حال کې چې سپینه ماڼۍ افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو په اړه غور کوي د امریکا دفاع وزیر ویلي چې په دې اړه څېړنې پیل شوي دي.

افغانستان ته د نورو امریکايي ځواکونو استول هغه مسئله ده چې هم پلویان او هم مخالفین لري.

مخالفین‌یې وايي چې د افغانستان ستونزه پوځي حل لاره نه‌لري خو پلویان‌یې وايي، د سرتېرو د شمېر زیاتېدل په افغانستان کې د امنیت او ثبات له راوستو سره مرسته کولای شي.

د امریکا دفاع وزیر وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ دا مهال د افغانستان د جګړې د وضعیت په اړه د استخباراتو او پوځ راپور ته سترګې په لاره دی.

امریکايي چارواکي له څو ورځو راهیسې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د هغې طرحې په اړه غور کوي چې افغانستان ته د څو زره اضافي سرتېرو د استولو غوښتنه کوي.

نېکلسن: افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو اړتیا ده

د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس پرون روېټرز خبري اژانس ته وویل، افغانستان اوس‌مهال د پخوا په پرتله په خورا کمزوري او خراب حالت کې دی.

جېمز متېس.
جېمز متېس.

متېس افغان ځواکونه وستایل خو ویې‌ویل چې دوی د طالبانو د حملو د شنډولو لپاره خورا زیات تلفات ورکړي دي.

پخواني ولسمشر بارک اوباما چې د افغانستان جګړه له مخکنۍ ادارې څخه ورته په میراث پاتې وه، د سرتېرو د شمېر په کمولو سره د جورج ډبلیو بوش له‌خوا اعلان شوې د ترورېزم پر ضد د جګړې ستراتیژي د یاغیانو پر ضد مبارزې په ستراتیژي بدله کړه.

د اوباما د ادارې پالېسي دا وه چې د جګړې په ډګر کې به په زیات شمېر سرتېري ښکېل نه‌وو بلکې کم شمېر ځواکونو به د یاغي ډلو پر ضد ځانګړي ځمکني او هوايي عملیات کول او همدې پوځیانو به افغان ځواکونه روزل.

خو د پوځي چارو کارپوهان په دې باور دی چې له دې ستراتیژۍ سره د افغان حکومت وسله‌وال مخالفین لا ځواکمن شول او پراخې سیمې یې لاندې کړې.

ژمی په تېرو کلونو کې د جګړو د سړېدو او پسرلی د تشدد د زیاتېدو فصلونه وو، خو له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې زیاته برخه نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووتل، د سړو په فصل کې هم جګړې زور اخلي، سږ کال ژمی هم ډېره وینه تویه شوه.

د امنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستاني وايي، په هېواد کې د تشدد روانې څپې ته په پام سره په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د زیاتېدو اړتیا تر پخوا زیاته شوې.

جاوید کوهستاني.
جاوید کوهستاني.

نوموړي زیاته کړه:

"یاغیان د ژمي په فصل کې چې پخوا هېڅکله هم جګړې نه په‌کې کېدلې، تعرضي عملیات کوي، په لښکرګاه ښار او نورو سیمو کې افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې دي، موږ اوس په ژمي کې چې یاغیانو کم مانور کولای شوی له سختو جګړو سره مخامخ او دا نړیوالې ټولنې ته په ډاګه کوي چې د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړي."

ښاغلی کوهستاني اټکل کوي چې د امریکا نوې اداره ښايي په افغانستان کې د پوځي حضور د زیاتولو پرېکړه وکړي.

په امریکا کې دننه هم افغانستان ته د اضافي ځواکونو د استولو په اړه مثبت او منفي نظریات شته.

پوځي کاپوره دانیل ال دیویس «Daniel L. Davis» چې په افغانستان کې یې هم خدمت کړی وايي، د امریکا د پوځ په لوړپوړو کې اوس تقریباً ټول په دې باور دي چې د منځني ختیځ او جنوبي اسیا ټولې ستونزې باید د زور له لارې حل شي خو هېڅ‌څوک پر کوم متبادل نظر غور نه‌کوي.

دیویس په خپله لیکنه کې چې نېشنل انټرست خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼه کې خپړه کړې افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو په اړه د جنرال جان نېکلسن غوښتنه د دې باور د مثال په توګه یادوي او وايي، په افغانستان او عراق کې د افراطي وسله‌والو ډلو پر ضد د شپاړس کلنې مبارزې او عملیاتو او د بهرنیو ځواکونو د روزنې له نتایجو باید د دې ستراتیژۍ د تکرار په وړاندې د یوه استدلال په توګه کار واخیستل شي.

دیویس دا نتایج په ستراتیژیکه کچه بشپړه ناکامي بولي.

برعکس د امریکا چاپ ستار ټریبیون ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغانستان له جګړې د شپاړسو کلونو له تېرېدو وروسته دا هېواد د امریکا له نظر او ذهن څخه تر ډېره لوېدلی خو ورځپاڼه خبرداری ورکوي چې په دې اړه غفلت لوی خطر لري.

XS
SM
MD
LG