د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

سټولټنبرګ: د ناټو مأموریت پیل کې باید افغان ځواکونه روزل شوي وی


د ناټو عمومي منشي وایي، ناټو تېرو څو کلونو کې د ترورېزم په وړاندې جګړه کې مهم رول درلود او په افغانستان کې د دغه ائتلاف تر ټولو لوی پوځي عملیات د ترورېزم په وړاندې وو.

نوموړي بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډو کې خبریالانو ته وویل، افغانستان کې د عملیاتو د پیل دلیل دا و چې دغه هېواد د نړیوالو ترورېستانو په ځالې بدل نه‎شي، ځکه همدا اوس یو شمېر د ده په وینا ترورېستي ډلې په افغانستان کې فعالیت لري.

سټولټنبرګ وایي، ناټو دغه هېواد کې د خپلو ۱۳ زرو سرتېرو په ساتلو سره غواړي د افغانستان امنیتي ځواکونه وروزي څو له ترورېزم سره د مقابلې وړتیا ومومي.

سټولټنبرګ: ناټو افغانستان کې د خپلو ۱۳ زرو سرتېرو په ساتلو سره غواړي د افغانستان امنیتي ځواکونه وروزي.
سټولټنبرګ: ناټو افغانستان کې د خپلو ۱۳ زرو سرتېرو په ساتلو سره غواړي د افغانستان امنیتي ځواکونه وروزي.

د ناټو سرمنشي په وینا د افغانستان د ځواکونو داسې روزنه چې وکولای شي په خپل هېواد کې ثبات ټینګ کړي، د ترورېزم په وړاندې د مبارزې یو مهم ګام دی.

د سټولټنبرګ په خبره ناټو باید اماده ووسي یو ځل بیا خپل ځواکونه دغې جګړې ته ولېږي، خو د اوږدې مودې لپاره به دا اغېزمنه وي چې سیمه‌ییز ځواکونه په خپل هېواد کې د ترورېزم په وړاندې جګړې مسؤلیت واخلي.

دا هغه څه دي چې د ناټو سرمنشي وایي، دغه ائتلاف‌یې د ترورېزم په وړاندې د نړیوالې جګړې د یوې برخې په توګه ترسره کوي.

په افغانستان کې د ناټو د پوځي مأموریت تر ختمېدو وروسته، طالبانو او نورو وسله‎والو ډلو د افغانستان بېلابېلو برخو کې جرأت پیدا کړ او په تېر پسرلي کې یې پر مختلفو سیمو بریدونه وکړل چې افغان ځواکونو ته هم ډېر تلفات ورسېدل.

په ‎دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د داعش وسله‎والې ډلې حضور هم لیدل کېږي.

دغه حالت د امریکا پوځي چارواکي اندېښمن کړي دي.

هغوی افغانستان کې د لا ډېرو نړیوالو ځواکونو د حضور غوښتونکي دي، څو وضعیت تر دې بدتره نه‎شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په دې اړه وویل، ناټو افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت دوام ته ژمنه ده.

د ناټو د غړو هېوادونو او نورو متحدینو مشرانو یې تېر کال پرېکړه وکړه چې د افغان امنیتي ځواکونو تمویل ته به دوام ورکوي او له افغانستان سره‌یې سیاسي مشارکت رامنځته کړ.

د سټولټنبرګ په خبره همدغه د ناټو او متحدینو هڅې وې چې د افغانستان پوځي او امنیتي ځواکونه جوړ او پیاوړي شوه او دوه کاله وړاندې یې د ناټو د پوځي مأموریت تر ختمېدو وروسته په خپل هېواد کې د وسله‎والو مخالفینو په وړاندې د جګړې مسؤلیت په غاړه واخیست.

سټولټنبرګ زیاتوي یو مهم درس چې دوی د دغه مأموریت څخه واخیست دا وو چې د افغان پوځیانو روزنه‌یې باید د خپل مأموریت په لومړیو کې پیل کړې وی، څو افغان ځواکونه لا وختي توانېدلي وی خپل امنیتي مسؤلیتونه واخلي.

د ناټو عمومي منشي وایي، په افغانستان د ناټو مأموریت ځینې نیمګړتیاوې هم درلودې چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن په دې اړه امریکایي چارواکو ته توضیحات ورکړي او غوښتې یې دي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شمېر ډېر شي.

ینس سټولټنبرګ ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ناټو مأموریت د راتلونکي په اړه به د روان میلادي کال د پسرلي او اوړي د جګړو تر فصل وروسته او هم د دغه هېواد د حالاتو تر ارزولو وروسته پرېکړه وشي.

XS
SM
MD
LG