د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۶ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۹

عراقي پوځ د موصل ښار لوېدیځ کې د داعش پر ضد عملیات پيل کړل

د عراق په موصل ښار کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد پوځي عملیات پیل شوي دي.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي نن په موصل ښار کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد د پوځي عملیاتو پیل اعلان کړ او ویېویل چې عراقي ځواکونه د موصل ښار د لوېدیځې برخې د ازادي لپاره روان شوي دي.

اسلامي دولت یا داعش ډلې موصل ښار په ۲۰۱۴ کال کې ونیو او دا ښار یې د خپل په اصطلاح خلافت مرکز وباله.

عبادي په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل، عراقي ځواکونه دا پوځي عملیات په نینوا کې د داعش ډلې له ترور څخه د خلکو د خلاصون په مقصد ترسره کوي.

حیدر العبادي.
حیدر العبادي.

دی زیاتوي:

"موږ په نینوا کې د عملیاتو د نوي پړاو پیل اعلانوو څو لکه څنګه چې د موصل نورې سیمې مو ازادې کړې د دې ښار ښی اړخ هم ازاد کړو."

عراقي ځواکونو څلور میاشتې مخکې د امریکا د پوځ په ملاتړ له څو اوونیو عملیاتو او خونړیو جګړو وروسته د دجلې سیند په ختیځ کې پرتې د موصل ښار ډېرې سیمې دي ونیولې خو لوېدیځې برخې یې لاهم د داعش د وسله‌والو تر ولکې لاندې دي.

د اټکل له مخې په دې سیمه کې د شپږنیم او اتو لکو تر منځ ملکيان استوګن دي.

د موصل لوېدیځ د ښار د ختیځ په پرتله کوچنی دی خو د وګړو شمېر یې زیات دی.

دا عملیات په داسې حال کې پیل شوي چې عراقي ځواکونو نن د موصل په لوېدیځ کې د دوو کلیو د نیولو اعلان وکړ او ویې‌ویل چې د موصل د هوايي ډګر لور ته د پرمختګ په حال کې دي.

نن سهار وختي عراقي الوتکو میلیونونه خبرپاڼې د دې سیمې له پاسه راخوشې کړې او خلکو ته‌یې خبرداری ورکړ چې د پوځي عملیاتو پیل حتمي دی.

په خبرپاڼو کې له خلکو غوښتل شوي دي چې له پوځ سره همکاري وکړي.

په ځینو نورو خبرپاڼو کې د داعش وسله‌والو ته خبرداری ورکړل شوی چې له وسلو سره تسلیم شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون راپور ورکړ چې په دې سیمه کې خوراکي مواد، د څښاک اوبه او د سونګ مواد یا نه‌پیدا کېږي او یا یې بیې خورا لوړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG