د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۶ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۶

عراقي پوځ د موصل بشپړ نیولو لپاره چمتووالی نیسي

د عراق پوځ د موصل ښار بشپړ نیولو لپاره د دوهم پړاو پوځي عملیاتو ته تیاری نیسي.

د موصل ښار نیولو لپاره په روانو عملیاتو کې شااوخوا سل زره ځواکونو ګډون کړی چې تر اوسه‌یې د دې ښار ختیځه برخه له داعشه نیولې او د دې ښار د لوېدیځې برخې د نیولو لپاره تیاری نیسي.

په داسې حال کې چې د موصل ختیځه برخه د اسلامي دولت ډلې له وسله‌والو پاکه شوې، د عراق د اردو افسران په بشپړه توګه د دغه ښار د نیولو لپاره د جګړې دوهم پړاو ته تیاری نیسي.

موصل چې له بغداد وروسته د عراق دوهم ستر ښار دی، لوېدیځه برخه‌یې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې وروستی پناه ځای بلل کېږي.

د موصل په لوېدیځه برخه کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد د عراق پوځ د عملیاتو په وړاندې یو خنډ د دې ښار تنګ سړکونه او کوڅې دي چې زغروال وسایل او ټانکونه په سختۍ په‌کې تګ راتګ کولای شي.

خو له دې سره سره د عراق پوځي چارواکي وایي چې له داعش څخه د موصل ښار د دې برخې د نیولو لپاره د دوهم پړاو پوځي عملیاتو لپاره تیاری لري.

جنرال عبدالوهاب‌السعد روېټرز اژانس ته وویل، تمه ده چې په څو راتلونکو ورځو کې به موږ د موصل ښار لوېدیځې برخې ته داخل شو.

له داعش څخه د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره د کرد جنګیالیو او شیعه ملېشو په ګډون د عراق پوځ شااوخوا سل زره ځواکونو په روانو عملیاتو کې ګډون کړی چې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف هوایي حملې یې هم ملاتړ کوي.

د عراق پوځ یوه بل جنرال سامي ال اریطاعي اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل چې د موصل د لوېدیځې برخې د تنګو سړکونو او کوڅو لپاره دوی کومه ستراتیژي نه‌لري، خو اوسنۍ تګلاره‌یې د دې برخې محاصره او انتظار دی.

د امریکا پوځ د شنبې په ورځ وویل چې د ائتلافي ځواکونو جنګي الوتکو شااوخوا ۹۰ کښتۍ ډوبې کړي چې د اسلامي دولت ډلې وسله‌والو ورڅخه په استفادې هڅه کوله چې د دجلې د سیند له لارې د موصل له لوېدیځې برخې وتښتي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د موصل ښار په لوېدیځه برخه کې به شااوخوا ۷۵۰ زره کسان پاتې وي.

XS
SM
MD
LG