د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

افغان کرکټ لوبډلې له زیمبابوې لومړې لوبه وګټله


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې لومړې لوبه وګټله.

که څه هم د زیمبابوې په مرکز حرارې کې کیدونکي لومړی پنځوس اوریزه لوبه د باران له امله پوره ترسره نه شوه خو د لوبې ګټونکي لوبډله د افغانستان اعلان شوه.

د دې لوبې پیل توپ وهنه افغانستان وکړه چې زمبابوې ته یې د ۲۱۶ منډو هدف وټاکه.

زیمبابوې ټیم د لوبې له پیلولو وروسته د باران له امله لوبې ته تر پایه دوام ور نه شو کړای او ځنډ پورې څلور ویکټې له لاسه ورکړی خو لوبډلې یې په ۲۷ اورونو او دوه بالونو کې اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۹۹ منډې جوړې کړې او د کرکټ د نړیوالې شورا د DLS طریقې له لارې د ۱۲ منډو په توپیر افغانستان د لوبې ګټونکی اعلان شوه.

دواړه ټیمونه به د پنځو یو ورځنیو لوبو دویمه د یکشنبې په ورځ ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG