د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

واشنګټن، توکیو او سیول: شمالي کوریا ته پر سزا ورکولو غور کوو


د امریکا او جنوبي کوریا پوځي چارواکي وایي چې شمالي کوریا د فبروري په دولسمه یو بالسټیک توغندۍ وآزمایه.

واشنګټن، توکیو او سیول ویلي چې د دغې آزموینې په خاطر پر ټولو انتخابونو چې شمالي کوریا ته سزا ورکړي، غور کوي.

د جنوبي کوریا د لوی درستیز دفتر وایي، د دغه توغول شوي توغندي فاصله شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره وه او د دې لپاره چې نور معلومات لاس ته راوړي متحده ایالات او هېواد یې دا موضوع څېړي.

د جنوبي کوریا د لوی درستیز د عملیاتو د برخې مرستیال جیون دونګ جین JEON DONG-JIN وویل:

"دا شمالي کوریا ته یو جدي خبرداری دی چې ډېر ژر به ځان له‎منځه یوسي که د کیم جانګ یون رژیم د اټمي وسلې له وهمه او د توغندیو له تحرکاتو لاس وانه‎خلي."

امریکایي چارواکو تائید کړه چې دوی دغه توغندی تعقیب کړی و او د دې احتمال شته چې هغه ښایي د منځني واټن ویشتونکی و،نه لېرې واټن ویشتونکی چې متحد ایالتونه نه ګواښي.

د شمالي کوریا د دغه نوې ازموینې خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فلوریډا ایالت کې د جاپان له صدراعظم شینزو ابي سره وکتل.

ښاغلي ټرمپ په یوه لنډ بیان کې چې انتظار یې نه کېده وویل چې دی سل په سلو کې د جاپان په خوا کې ولاړ دی.

د جاپان صدراعظم هم دغه ازموینه وغندله او هغه یې بیخي د نه منلو وبلله.

یوه امریکایي چارواکي چې نوم یې نه‎دی ښودل شوی د شنبې په ورځ وویل چې د ټرمپ ادارې د شمالي کوریا له لوري د یوه لمسونکي اقدام انتظار درلود او پر پیونګ یانګ د اقتصادي بندیزونو او په سیمه کې

د سمندري ځواکونو د زیاتېدو په ګډون پر یو لړ پراخو اقداماتو غور کوي.

د جنوبي کوریا د جمهوري ریاست او صدارت سرپرست هاواګ کواهانHwang Kyo-ahn ویلي چې هېواد به یې شمالي کوریا ته د دغه توغندي د آزموینې په خاطر ځواب ووایي.

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت ویلي چې دغه توغندۍ د شمالي کوریا د بان غایون له اډې د جاپان د بحیرې پر لوري توغول شوی و.

شمالي کوریا تېر کال هم له دې اډې د موسودان په نوم د توغندي دوه آزموینې ترسره کړې وې.

جاپان ویلي چې پر شمالي کوریا د دغه نوي لمسونکي اقدام په خاطربه د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا فشارونه زیات کړي.

XS
SM
MD
LG