د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

غني له متېس سره پر سیاسي، امنیتي او ځینو نورو مسایلو خبرې کړي


افغان چارواکي وایي چې ولسمشر غني او د امریکا نوي دفاع وزیر له ترورېزم سره د مبارزې، د امنیتي همکاریو پر دوام او ځینو نورو دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړي.

د ولسمشر غني مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي غني او جېمز متېس په دې ټیلیفوني خبرو کې له ترورېزم سره ګډه مبارزه یوه اړتیا وبلله او دې برخه کې یې د دواړو هېوادونو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"ولسمشر د متحده ایالاتو له دفاع وزیر سره د ترورېزم پر وړاندې پر ګډې مبارزې او د دواړو هېوادونو د ګټو پر اساس د امنیتي مسایلو په اړه د همکاریو پر دوام خبرې وکړې. ټاکل شوې چې له ترورېزم سره د مبارزې، امنیتي او نورو مسایلو په اړه په راتلونکي کې د دواړو خواوو تر منځ خبرې وشي."

خو ښاغلي مرتضوي دا ونه‌ویل چې دواړه خواوې به کله او چېرې سره ګوري او پر کومو نورو مسایلو به خبرې کوي.

افغان حکومت تل ویلي چې د ترورېزم پر ضد جګړه باید چټکه شي او د دې هدف لپاره د ترورېزم د ځالو له‌منځه وړل چې له افغانستانه بهر دي اړین کار دی.

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر جېمز متېس هم تر دې پخوا ټینګار کړی چې افغانستان ته وسله‎وال مخالفین له پاکستانه راځي او دلته‌یې وضعیت ګډوډ کړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر جېمز متېس
د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر جېمز متېس

د امریکا نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د لوړې له مراسمو وروسته بګرام کې له امریکایي ځواکونو سره د وېډیو کنفرانس له لارې ویلي و چې د ترورېزم پر ضد جګړه کې به بریا د دوی په برخه وي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو څېړونکی قاضي لودین وایي چې افغانستان او امریکا ستراتیژیک ملګري دي او دا مهمه ده چې د ترورېزم پر ضد جګړه په ګډه او جدیت سره پر مخ بوځي.

ښاغلي لودین وویل چې د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره باید دواړه هېوادونه نېږدې کار وکړي او د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي او دفاعي تړون په بشپړ ډول عملي شي.

نوموړی وايي:

"موږ نړیوالو مرستو ته ډېره اړتیا لرو او کوم تړون چې موږ له امریکا سره لاسلیک کړی باید د دواړو هېوادونو ګډې ګټې دلته موجودې وي. د دې ستراتيژیکو اړیکو د تأمین لپاره باید زموږ جمهور رئیس او امریکا ګډې هلې ځلې وکړي څو دواړه خواوې وکولای شي هغه تړون چې لاسلیک شوی عملي شي."

افغان چارواکو تر دې وړاندې ټینګار کړی چې له ترورېزم سره د روانې جګړې د پر مخ بیولو لپاره دا مهمه ده چې افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي شي او دوی ته لازمې وسلې او تجهیزات ورکړل شي.

اتمر: ناټو دې نور سرتېري افغانستان ته نه‌لېږي ځواکونه دې راتقویه کړي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم په بروکسل کې په خپلو تازه څرګندونو کې پر دې موضوع ټینګار کړی او ویلي یې دي چې نړیوال باید افغان امنیتي ځواکونه ښه تجهیز او تقویه کړي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG