د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

ټرمپ بګرام کې امریکايي عسکرو ته خطاب کې:« جنګ کې موږ بریالي کېږو»


د امریکا د متحده ایالاتو نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې تر مراسمو وروسته په بګرام کې د مېشتو امریکايي سرتېرو سره د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

ښاغلي ټرمپ او د امریکا لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ د دغو سرتېرو له سرښندنو مننه وکړه.

ښاغلي ټرمپ په دغه ویډیويي کنفرانس کې چې له يو شمېر ټلویزونو څخه په ژوندۍ بڼه خپرېدله،په افغانستان کې مېشت امریکايي سرتېري غوره او ځانګړي وګڼل او ویې ویل چې دوی به په جنګ کې بریالي کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه له تاسو ټولو څخه مننه کووم،تاسو ډ‌ېر عالي خلک ياست،زه زر سلنه له تاسو سره یم،تاسو يو غوره ماموریت ترسره کوئ او ستاسو د مبارزې دوام موږ بریا ته رسوي."

په دغه ویډیو کنفرانس کې څو تنو سرتېرو د نورو په استازولۍ ښاغلي ټرمپ ته د ده د بریا مبارکي وویله.

امریکا اوسهمال په افغانستان کې شااوخوا اته زره او څلورسوه سرتېري لري او د بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو له مهمو اډو څخه دی.

په ورته وخت کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د ټرمپ لخوا په افغانستان کې د مېشت امریکايي سرتېرو ملاتړ يو مهم ګام دی او دی ډاډ ورکوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به همکارۍ دوام پیدا کوي.

عبدالله: دا يو ډېر غوره او د پام وړ ګام دی.
عبدالله: دا يو ډېر غوره او د پام وړ ګام دی.

نوموړي زیاته کړه:

"په بګرام کې مېشت امريکايي سرتېرو ته د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر وینا مې وليدله چې خپلو سرتېرو ته يې د ملاتړ ډاډ ورکړ او دا يو ډېر غوره او د پام وړ ګام دی."

له دې وړاندې د افغانستان حکومت ويلي و چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولسمشر اشرف غني سره په ټلیفوني خبرو کې پر خپلو دوامدارو همکاریو ټینګار کړی.

د ولسمشر غني مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته ويلي چې د امريکا نوې اداره افغانستان سره دوامداره همکارۍ او ملاتړ ته ژمنه ده.

بل پلو یو شمېر افغان پوځي کارپوهان سره له دې چې د افغانستان سره د امریکا ملاتړ مهم ګڼي خو وايي چې افغانستان د جنګ دوام نه بلکې د سولې ټینګښت ته اړتیا لري.

عتیق الله امرخېل
عتیق الله امرخېل

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل:

"امریکا موږ په جنګ کې ښکېل کړو او دغه جنګ اوس موږ پرمخ بیایو او ګټې يې امریکا ترلاسه کوي، افغانان سولې ته اړتیا لري نه جنګ ته، که امریکا غواړي موږ سره مرسته وکړي نو تر ټولو بهترینه لاره یې سوله ده چې کلي یې له امریکې او پاکستان سره ده."

ښاغلی امرخېل وايي، د تروریزم سره جګړه امریکا په افغانستان کې پېل کړې او د تروریزم د ځالو په ختمولو سره دې ژر تر ژر دغې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

له دې وړاندې افغان چارواکو هم ویلي و چې تروریستان له ډیورنډ کرښې اخوا خوندي پټن ځایونه لري او هیله مند دي چې د ډونالډ ټرمپ حکومت به یې د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات وکړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG