د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

سرنوشت:ټرمپ به له افغان جګړې سره څه وکړي؟


د کابل چاپ ننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې د امریکا نوې ادارې او د تروریزم پرضد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سیاست ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتلي چې ټرمپ به څه کوي، بشریت وژنه او که بشریت هوساینه؟

د سرمقالې لیکوال لیکلي چې د ښاغلي ټرمپ د لوړې مراسم ټولې نړې ته مهم وو ځکه چې د لیکوال په خبره امریکا د نړې په برخلیک بشپړه اغېزه لري.

خو سر مقاله لیکونکی وایي دا به معلومه شي چې ولسمشر ټرمپ به له اسلامي هېوادونو سره څه ډول چلند کوي، له تروریزم سره به مبارزه څنګه پرمخ بیایي او دا جنګ به څومره وخت دوام کوي.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې له تروریزم سره د امریکا په مشرۍ روانه جګړه ابتذال ته رسېدلې او ډونالډ ټرمپ باید د دې جګړې ستراتیژي بدله کړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې په ډاډ سره لیکلي چې د امریکا نوې ادارې به له افغانستان سره اوږدمهاله همکاریو ته زور ورکړي.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې افغانستان او امریکا ستراتیژیک او دفاعي تړونونه لري او په سیمه کې د تروریزم ځالې د له منځه وړلو لپاره به واشنګټن هرو مرو له کابل سره همکاري کوي.

سرمقاله لیکونکی وایي چې ډونالډ ټرامپ له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پیاوړې ستراتیژي لري او هیله ده چې دا مبارزه په جدي توګه پرمخ بوځي او بالاخره یې پای ته ورسوي.

سرنوشت:

سرنونشت ورځپاڼې هم خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې او پوښتنه یې کړې چې ټرمپ به له افغان جګړې سره څه کوي؟

خو سرمقاله لیکونکی وایي چې د افغانستان په اړه د ډونالډ ټرمپ د پالیسۍ په اړه تراوسه پورې کم څه ویل شوي او په هېڅ کې حسابېږي.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې د افغانستان جګړه جمهوریت غوښتونکو پيل کړې او د بارک اوباما په حکومت کې ډموکراتانو وغځوله.

ورځپاڼې هیله ښودلې چې له تروریزم سره روان جنګ ډونالډ ټرمپ مهم وګڼي او د پای ټکی ورته کېږدي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې د افغانستان او امریکا ګټې سره غوټي شوي.

سرمقاله لیکونکي که څه هم ویلي چې تر اوسه د افغانستان په اړه د امریکا د نوي ولسمشر سیاست روښانه، نه دی خو وایي چې د امریکا لپاره په افغانستان او سیمه کې روان وضعیت د اهمیت وړ دی او ولسمشر ټرمپ به هرو مرو ورته ډېر پام کوي.

نسیم شفق.

XS
SM
MD
LG