د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

وحدت: د سرپل کوهستانات د مخالفینو د جلب او جذب په مرکز اوښتې


د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت د کوهستاناتو ولسوالي د دولت پرضد، د وسله والو مخالفینو د جلب وجذب په مرکز اوښتې ده.

د سرپل والي وايي، دغه ولایت د پېچلي جغرافیايي موقعیت او د صعب العبورو سیمو د لرلو له امله، د بل هرشمالي ولایت په پرتله، د وسله والو مخالفینو پام ځانته اوړلی دی.

د سرپل والي ظاهر وحدت د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ولایت د کوهستاناتو ولسوالي چې له شااوخوا یو نیم کال راهسې د طالبانو په ولکه کې ده اوس د مخالفینو د روزنې، تجهیز او د دولت پرضد د جلب وجذب په مرکزونو اوښتې ده.

هغه وویل که حکومت ورته تدابیر، ونه نیسي، جدي امنیتي ګواښ به رامنځته کړي.

وحدت: مخالفین ډېره توجه سرپل ته لري.
وحدت: مخالفین ډېره توجه سرپل ته لري.

نوموړي زیاته کړه:

"مخالفین ډېره توجه سرپل ته لري، په دې دلیل چې سرپل یوه غرنۍ سیمه ده، د کوهستاناتو ولسوالۍ پېچلې او خطرناکه اراضي لري او مخالفینو پکې اډې د امن ځایونه او روزنېز مرکزونه جوړ کړي دي او حتې اوسمهال پکې ځان وژونکي هم روزي."

ښاغلي وحدت وویل، د سرپل ولایت امنیتي ګواښونه یې ډېر ځلې، د مرکزي حکومت له مسؤلینو سره شریک کړي، خو د ده په خبره، د مختلفو دلایلو له مخې په دې برخه کې اقدام نه دی شوی.

وحدت: بهرنیو ترورېستانو سرپل کې د انتحاري زده‌کړو مرکزونه جوړ کړي

د ښاغلي وحدت په خبره په دغه ولایت کې اکثره جنګیالي د بهرنیو هېوادونو اتباع دي.

په ورته وخت کې د سرپل د ولایتي شورا رئیس محمد نور رحماني هم په سیمه کې د ناامنیو پر زیاتېدو اندېښنمن دی او وايي چې د کوهستاناتو پر ولسوالي سربېره، د دغه ولایت څو نورې سیمې هم د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې راغلي دي.

رحماني: طالبانو څو نورو سیمې هم لاندې کړي دي.
رحماني: طالبانو څو نورو سیمې هم لاندې کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د سرپل ولایت خلک له جدي امنیتی ستونزو سره مخ دي، اندېښنې مخ په زیاتېدو دي، د کوهستاناتو د ولسوالۍ تر سقوط وروسته، د کته کلا، شېرم های او یوشمېر نورې سیمې د مخالفینو تر کنټرول لاندې راغلي، له بده مرغه په دې وروستیو کې د صیاد ولسوالۍ څه باندې اویا فیصده برخه هم د دولت د مخالفینو لاس ته ورغلې ده."

د سرپل ولایت چارواکي وايي چې پر وسله والو طالبانو سربېره، د داعش ډله هم په دغه ولایت کې فعالیتونه لري.

سرپل هغه شمالي ولایت دی چې د سیمه ییزو مسؤلینو په خبره، ډېر ځله د حکومت د وسله والو مخالفینو د پراخو بریدونو شاهد و.

سرپل چارواکي: ۲۱ کمینونو کې ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي

په ورته وخت کې د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل په سرپل ولایت کې پوځي ځواکونه موجود دي او د دولت د وسله والو مخالفینو مخه به ونیسي.

وزیري: اوس په سرپل ولایت کې د اردو قطعات لرو.
وزیري: اوس په سرپل ولایت کې د اردو قطعات لرو.

ښاغلي وزیري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"اوس په سرپل ولایت کې د اردو قطعات لرو، په هرځای کې چې امنیت کمزوری وي هغوی عملیات کوي، ما د والي صاحب خبرې واورېدلې، د دفاع په وزارت په جریان کې دی په هرځای کې چې ضرورت وي، عملیات اجراء کېږي."

د پوځي چارو کارپوه یوسف همت ازادي راډیو ته وویل، کشفي ارګانونه مخکې له دې چې د هر ډول امینتي ګواښ په اړه خبر ترلاسه کړي باید د مخنیوي لپاره یې له امینتې ځواکونو سره شریک کړي، اوکه نه نو، د یوې سقوط شوې سیمې بېرته نیول به ستونزې او تلفات ولري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG