د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

امریکا د توغندي ازمایلو له کبله تهران ته رسماً خبرداری ورکړ


د امریکا متحد ایالاتو د منځني واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي د ازمویلو له کبله پرون تهران ته رسماً خبرداری ورکړ.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې دا خبرداری د ایران له‎خوا د بې ثباته کولو د اقداماتو په وړاندې ځواب دی.

ښاغلی فلین وايي:

"له نن وروسته مو ایران ته رسمي خبرداری ورکوو."

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین
د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین

فلین د دې خبرداري د دقیقو جزئیاتو په اړه څه ونه ویل خو د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر وویل، د فلین وینا په دې معنی ده چې متحدایالات یقیناً پوهېږي چې دا عمل بې ځوابه نه پرېږدي.

سپایسر وویل، د ایران دا عمل هم سرغړونه او هم پارونه ده.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار له دې مخکې په یوه بیان کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما پر ادارې لفظي برید وکړ او د ده په وینا د ایران د ورانکارو اقداماتو په وړاندې د پاتې راتلو له کبله یې پر هغه انتقاد وکړ.

بیان زیاتوي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوباما د ادارې او ایران ترمنځ پر شویو موافقو او پر ملګرو ملتونو د کمزورۍ او نه مؤثریت له کبله انتقاد کړی.

فلین په خپل بیان کې وايي چې دې موافقو ایران نور هم زړور کړی.

په بیان کې د یمن د حوثي یاغیانو په پلوي د سعودي عربستان پر یوه کشتۍ د ایران حمله د ایران د دښمنۍ د اقداماتو د مثال په توګه یاده شوې ده.

مایکل فلین ویلي چې د ایران له‎خوا روزل شوي وسله‎وال په سره بحیره کې د امریکا او د هغې د متحدانو کشتیو ته ګواښ کوي.

امریکايي چارواکي وايي، دوی باور لري چې د ایران له خوا د بالسټیک توغندي ازموینه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه‎لیک سرغړونه ده او پر تهران غږ کوي چې د اټمي سروکو وړونکي دا توغندي ونه ازمایي.

د جرمني ډې ویلټ ورځپاڼې د استخباراتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ایران د سومار په نوم کروز ډوله توغندۍ چې د اټمي سروکي د وړلو توان لري ازماییلی او له دې مخکې د یکشنبې په ورځ یې د منځني واټن ویشتونکی بالسټیک توغندۍ چې هغه هم اټمي سروکي وړلای شي، وازماییه.

د جرمني استخباراتي ادارې او چارواکو تر اوسه په دې اړه تبصره نه‎ده کړې.

دې ویلټ ورځپاڼې ویلي دي چې سومار په ایران کې جوړ شوی او په لومړنۍ بریالۍ ازموینه کې یې ۶۰۰ کیلومتر واټن وویشت.

ګومان کېږي چې دا کروز توغندۍ به دوه درې زره کیلومتره واټن وهلای شي.

د بالسټیک توغندیو په پرتله د کروز توغندیو دفع کول، ګران کار دی ځکه دا ډول توغندي له ځمکې په کمه ارتفاع کې الوزي، ځان له راډار او د هوايي مدافعې له سیسټمونو پټوي او هدف راسا ویشتلای شي.

XS
SM
MD
LG