د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

ارشد: کابل کې به د حکمتیار امنیت لپاره ۵۰۰ پخواني مجاهدین وروزل شي


حزب‎اسلامي وايي چې د دغه ګوند د مشر د امنیت ساتنې لپاره د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه شاوخوا ۵۰۰ پخواني مجاهدین راټولېدونکي دي چې په کابل کې به وروزل شي.

د دغه ګوند ویاند حشمت‌الله ارشد د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ښاغلي حکمتیار لپاره ساتونکي به په امنیتي ارګانونو کې جذب او بیا وروسته د دولت له‎خوا روزنه ورکړل شي.

د حزب اسلامي ګوند ویاند حشمت الله ارشد
د حزب اسلامي ګوند ویاند حشمت الله ارشد

ښاغلي ارشد زیاته کړه:

"هغه مجاهدین چې د حکمتیار سره دي هغه د کافي تجربو خاوندان هم دي، یو شمېر هغه مجاهدین چې د جهاد په وخت کې یې هم د حکمتیار صیب د امنیت مسؤلیت درلود د حزب‎اسلامي دفترونو ته مراجعه کوي، وروسته له دې چې دوی په امنیتي ارګانونو کې جذب شي بیا خپله د دولت له‎خوا یوه اندازه روزنه ویني."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې په یو شمېر رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګوندې د حکمتیار ساتونکي د پېښور په شمشتو کمپ کې روزل کېږي.

کوم څه چې حزب اسلامي یې ردوي.

حزب‎اسلامي وايي چې د ګلبدین حکمتیار لپاره د امنیتي ګارډ نه‌تشکیل او د حزب د سیاسي بندیانو نه‌خوشې کېدل هم هغه موارد دي چې د حکمتیار راڅرګندېدل‌یې ځنډولی دی.

که څه هم حزب‎اسلامي د ګلبدین حکمتیار د راتګ مشخص زمان نه‌ښيي خو ټینګار کوي چې که پر دې حزب وضع شوي تعزیرات لیرې هم نه‎شي ګلبدین حکمتیار به تر څو اوونیو پورې راڅرګند شي.

د حزب‎اسلامي پر غړو او مشر د ملګرو ملتونو له‎خوا د وضع شوي بندیزونو ختمول، د دغه حزب د سیاسي بندیانو خوشې کېدل د حکمتیار څرنګه امنیت او ځيني نور هغه څه دي چې د سولې د تفاهم‎لیک له مخې حکومت باید ورته کار وکړي.

د حزب‎اسلامي سره د سولې موافقې د عملي کېدو د ګډې کمېټې غړی عطا الرحمن سلیم بیا وايي چې د یادې کمېټې له‎خوا د ښاغلي حکمتیار د امنیتي تدابیرو امکانات نیول شوي خو په دې اړه چې د حزب‎اسلامي مشر به کله او څرنګه راڅرګند شي په راتلونکې ناسته کې به خبرې وشي.

د حزب‎اسلامي سره د سولې موافقې د عملي کېدو د ګډې کمېټې غړی عطا الرحمن سلیم
د حزب‎اسلامي سره د سولې موافقې د عملي کېدو د ګډې کمېټې غړی عطا الرحمن سلیم

ښاغلی سلیم وايي:

"په کمېسیون پورې چې کوم کارونه اړوند دي هغه دا دي چې مکمل ځای، امنیتي تدابیر او نور امکانات ورته نیول شوي او د حکمتیار صیب د راتګ په اړه هېڅ خنډ نه‌شته، خو دا چې د تور لېست مسئلې د وضاحت څخه مخکې که وروسته او کله راشي دا هغه څه دي چې په راتلونکې ناسته کې پرې خبرې کېږي."

د حزب‎اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې تفاهم‎لیک د روان کال د میزان میاشت کې لاسلیک شو خو د یاد ګوند له ادرسه تل دا انتقادونه مطرح شوي چې د یاد تفاهم‎لیک د تطبیق کار ډېر پڅ روان دی.

افغان حکومت وايي چې د دغه تفاهم‎لیک د ټولو مواردو په تطبیق کار روان دی خو دا چې ډېر اړخونه لري نو ځکه ممکن بشپړ تطبیق‌یې د هیلو خلاف ډېر وخت واخلي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG