د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

ګلبدین حکمتیار څه وخت کابل کې رسماً خپل حضور اعلانوي؟


د حزب‎اسلامي یو لوړپوړي مشر چې له افغان حکومت سره‌یې د سولې د رامنځته شوې موافقې په هدف د حزب‎اسلامي د پلاوي مشري کوله وایي، که څه هم د دغې موافقې د شرطونو د عملي کولو چارې پڅې مخ ته ځي خو په ښکاره د حزب‎اسلامي د مشر د راڅرګندېدو لپاره له تور لېست څخه د نوموړي د نوم د لیرې کولو په ګډون دې ته اړتیا نه‌شته چې د دغې موافقې ټول مواد باید په بشپړه توګه عملي شوي وي.

محمد امین کریم تېره ورځ ناوخته له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، حکومت له خپل لوري په تېره بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لارې پر حزب‎اسلامي د لګول شويو بندیزونو د لیرې کولو کوښښ کوي خو په هر دلیل چې وي هغه ښایي وخت ونیسي.

ښاغلی کریم د حکمتیار د راڅرګندېدو یو علت د افغانستان په جګړه کې ښکېل بهرني ځواکونه بولي چې حزب‌یې په وړاندې د جګړې د ختمولو اعلان کړی دی.

د حزب اسلامي غړی محمد امین کریم
د حزب اسلامي غړی محمد امین کریم

نوموړی وايي:

"دولت خپل کوښښ کړی او په دې اړه خپلو کوښښونو ته دوام ورکوي او موږ منتظر یو چې ان‌شاءالله تر دوو-درېیو نورو اوونیو پورې دغه ستونزه هواره شي. خو که پر هر دلیل دغه مسئله شاته لوېږي، لږ تر لږه چې د هغو هېوادونو په اړه چې په افغانستان کې پوځي حضور لري، هغه اعلان به چې د حزب‎اسلامي مشرتابه او افراد یې له دې وروسته له هغوی سره په جنګ کې نه‎دي او د هغوی په وړاندې جګړه نه‎کوي دا طبیعتاً هغه لازمي شرط دی چې په اساس‌یې مجاهد ورور ښاغلی حکمتیار خپل حضور راڅرګند کړي."

ښاغلي کریم د دې پوښتنې په ځواب کې چې که د حزب‎اسلامي پر مشر او د دې حزب پر نورو غړو او شتمنیو لګول شوي بندیزونه لیرې نه‎شي ښاغلی حکمتیار بیا هم دې ته تیار دی چې په کابل کې خپل حضور رسماً اعلان کړي وویل، ښاغلی حکمتیار په خپل هېواد کې دننه دی او ویزې ته اړتیا نه‎لري.

هغه زیاته کړه، دوی نه‌غواړي چې د سولې د موافقې عملي کېدل یوازې د همدې شرط په پوره کولو پورې وتړي او کارونه‌یې وځنډېږي یا په ټپه ودرېږي.

ښاغلي کریم دې برخه کې د ځینو کورنیو او سیمه‌ییزو هېوادونو د اختلافاتو وویل، خو په دې اړه‌یې چې د افغانستان دننه څوک یا کوم عناصر او کوم بهرنی هېواد یا هېوادونه د سولې د موافقې د عملي کېدو مخه نیسي، زیات جزئیات ورنه‎کړل.

اسوشیټېډ پرېس خبرې اژانس په یوه راپور کې په دې اړه وایي چې که د دولت د یوازنۍ مخالفې وسله‎والې ډلې مشر بېرته خپل هېواد ته ستون شي، د دې هېواد روان سیاسي وضعیت ته به ټکان ورکړي او د کمزوري ملي یووالي حکومت لپاره به نورې ستونزې رامنځته کړي.

د امریکا د سولې انسټېټیوټ کې د آسیا پروګرام مرستیال اندریو ویلدر "Andrew Wilder" وايي، دا یقیني ده چې کابل ته د ښاغلي حکمتیار ورتګ ډېر مهم دی او هغه هم له دې پلوه چې حکمتیار چې د پښتنو یوه بانفوذه سیاسي څېره ده او ځان‌یې له اوسني نظام څنګ ته کړی و په ورتګ سره‌یې ښایي سیاسي شخړې لاپسې زیاتې شي نه دا چې هغه به د سولې د په ټپه درېدلې پروسې له پرمختګ سره مرسته وکړي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافی

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافی هم له دې نظر سره یو څه موافق دی چې له حکومت سره د حکمتیار یوځای کېدل به پر وسله‎والو طالبانو دومره زیات اغېز ونه‎کړي ځکه هغوی هېڅکله هم د حکمتیار خبرې ته غوږ نه‎دی نیولی او عمل‌یې پرې نه‎دی کړی.

د اسوشیټېډ پرېس په وینا هېڅ‎څوک د دې تمه نه‎کوي چې له حکومت سره د حکمتیار په یوځای کېدو به له طالبانو سره څه باندې ۱۵ کلنه جګړه هم پای ته ورسېږي.

له هغو طالبانو سره چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ډېرې سیمې لاندې کړې دي.

برعکس د هغه په ورتګ سره به د یو شمېر کارپوهانو په وینا د قدرت پر سر د غني، عبدالله او حکتمیار تر منځ درې اړخیزې ستونزې او اختلافات رابرسېره شي او حکومت به په دغه حساس وخت کې نور هم سره وپاشي.

XS
SM
MD
LG