د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

عظیمي: ۲۰۱۷ کې به د شاوخوا ۵۰ زرو روږدو درملنه وکړو


عظیمي: ۲۰۱۷ کې به د شاوخوا ۵۰ زرو روږدو درملنه وکړو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:16 0:00

د افغانستان د مخدره مواد پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په پام کې لري چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په مخدره موادو د شاوخوا پنځوس زره روږدو کسانو درملنه وکړي. د یاد وزارت وزیري سلامت عظیمي دغه خبرې له سلو څخه د زیاتو په مخدره موادو د روږدو کسانو د درملنې د پیل په پروګرام کې وکړې چې تېره شپه د کابل ښار له دوه سیمو نه د درملنې په هدف د امید ۱۵۰۰ بستریز روغتون ته ور وړل شوي وو. د عامې روغتیا، د مخدره موادو سره د مبارزې ، د کار او ټولنیزو چارو وزارتونه،د کابل ګارنېزون او یو شمېر نورې ادارې وايي، له دې وروسته به د اوونۍ په دوه ورځو کې په مخدره موادو روږدي بې سرپنا کسان د درملنې لپاره راټولوي. دا په داسې حال کې ده چې په ټول افغانستان کې په مخدره موادو څه باندې درې میلیونه کسان روږدي دي چې په هغې کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG