ټاسک پرپوز خپرونه:
ټاسک پرپوز خپرونې لیکلي چې افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره امریکا ته پکار دي چې ځینې سختې پرېکړې وکړي.
خپرونې د افغانستان جګړه کې د نېږدې ۲۴۰۰ امریکايي پوځیانو د وژلو او د سلګونو میلیارد ډالره مصرف له یادولو وروسته کښلي، اوس چې په امریکا کې نوي ولسمشر واک ترلاسه کړی لا هم د افغانستان وضعیت ناڅرګند دی او طالبان د پخوا په شان جګړې ته دوام ورکوي.
خپرونې د دې لیکنې په دوام کې ویلي چې افغانستان باید په داسې حالت کې نهوي او که امریکا په افغانستان کې د خپل حضور د دوام او د طالبانو د ماتې غوښتونکې وي، لا هم دا کار ممکن دی.
خپرونې په افغانستان کې د فساد پر له منځه تګ زیات تاکید کړی او ویلي یې دي چې فساد په افغانستان کې د جګړې د نه بریالیتوب یو لوی عامل ګڼل کېږي.
وال سټریټ ژورنال:
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې افغانستان کې د روسیې پر وروستیو هلوځلو اندېښنه ښودلې ده.
په دې لیکنه کې چې جیسیکا ډوناټي، حبیب خان توتاخېل او احسانالله امیري په ګډه لیکلي، ویل شوي چې افغانستان کې د روسیې تازه هلې ځلې د افغانستان د حکومت د پیاوړتیا لپاره د امریکا هڅې له ستونزو سره مخامخولی، جګړې ته د طالبانو لېوالتیا ډېرولی او د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا هڅې زیانمنولی شي.
ورځپاڼه وايي:
مسکو تېره میاشت له طالبانو سره د خپلو تماسونو تفصیل څرګند کړ، ویې ویل چې د داعش پر ضد د جګړې د سټراټیژۍ په لړ کې له طالبانو سره معلومات او همکارۍ شریکوي.
له طالبانو سره د روسیې تماسونو افغان چارواکي هم اندېښمن کړي دي.
تېره میاشت مسکو کې د روسیې، پاکستان او چین د استازو ترمنځ د افغانستان په اړه کنفرانس جوړ شو خو افغانستان پرې انتقاد وکړ.
د مسکو کنفرانس کې هم د روسیې تاکید پر دې و چې له افغانستانه د داعش له خطر سره په څه ډول مبارزه وشي.
وال سټریټ ژورنال وايي، مسکو په عین حال کې د ملګروملتونو د بندیزونو له لېسته د حزباسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د نوم د ایستلو مخه نیولې ده.