د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

چارواکي: ټرمپ به د CIA پټ زندانونه په اړه تقنیني فرمان لاسلیک کړي


د راپورونو له مخې په بهر کې د CIA په پټو زندانونو کې د شکنجو هغه ډولونه کارول کېدل چې په امریکا او نړۍ کې سخت انتقادونه پرې وشول.

د مشکوکو تروریستانو د ساتنې لپاره دا پټ زندانونه د ۲۰۰۱میلادي کال د سېپټمبر له ۱۱مې نیټې وروسته د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ پرمهال رامینځ ته او د ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ پرمهال بند شول.

رویټرز خبري آژانس په یوه راپور کې لیکي چې د پټو زندانونو بیا فعالول او د تحقیق د پخوانیو لارو چارو د کارولو په ګډون د ترورېزم پرضد د بوش د ادارې د تکتیکونو بیا عملي کول د نړیوالو قوانیو له مخې شکنجه شمېرل کېږي او د امریکا اصلي متحدان به د القاعده او داعش ډلې پر ضد په مبارزه کې له امریکا لېرې کړي.

رویټرز خبري آژانس د دوو امریکايي چارواکو له قوله لیکي چې وايي، تمه ده ولسمشر ټرمپ په راتلونکو څو ورځو کې په دې اړه یو تقنیني فرمان لاسلیک کړي.

په راپور کې د دې چارواکو نوم نه دی اخیستل شوی.

د دې فرمان په مسوده کې چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې یې متن خپور کړی په دې اړه چې له مهمو تروریستانو څخه په بهر کې تحقیق وشي کنه او ایا په بهر کې د CIA تاسیسات بیا فعال شي کنه د څیړنې غوښتنه شوې خو د سپینې ماڼۍ ویاند شن سپایسر دا ادعاوې ردوي:

"دا د سپینې ماڼۍ سند نه دی. زه نه پوهیږم چې له کومه پیدا شوی خو دا سند د سپینې ماڼۍ نه دی."

د کانګرس د استازو د جرګې مشر پال راین هم وايي چې دا سند د ټرمپ ادارې نه دی برابر کړی.

جمهوري غوښتونکي سناتور جان مککین په یوه بیان کې ویلي، که څه هم ولسمشر کولای شي هر اجرائیه فرمان چې زړه یې وغواړي لاسلیک کړي خو نوموړی زیاتوي چې قانون قانون دی.

د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ادارې چارواکو ویلي چې د ګوانتانامو زندان د بندولو او د شکنجې د مخنیوي لپاره هڅو د ترورېزم پرضد په مبارزه کې په عربي نړۍ کې د امریکا د متحدانو د همکاریو له زیاتولو سره مرسته کړې ده.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې پټ زندانونه په پولنډ، لیتوانیا، رومانیا، ټایلنډ او افغانستان کې وو.

XS
SM
MD
LG